امارتي فعال: که د قطر امیر چا په بوټ وویشت لویه جایزه به ورکړي

قطرقطر
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۵ فرید افغان)

د عربي اماراتو یوه پیژندل شوي لیکوال او فعال ‹‹حمدالمزروعي››اعلان کړی چې که د خلیج د همکاریو په ناسته کې چې په پرون او نن په کویت دایره شوې او د قطر امیر یې هم ګډونوال دی، که هر چا د قطر په امیر د بوټ ګزار وکړ ۵۰ زره کویتي دینار جایزه به ورکړي.

نوموړي ویلي چې که هر کویټي پر تمیم بن حمد آل ثاني د بوټ ګزار وکړ نوموړی به دا مبلغ نغده جایزه ورکوي.
دې فعال ویلي چې بوټ ویشتونکی ته به د ‹‹منتظر الزیدي›› په څیر چې څو کاله وړاندې یې پخوانی امریکایي ولسمشر جورج ډبلیو بوش په بوټ ویشتلی و، وګوري.
د دې امارتي فعال څرګندونې دا په ډاګه کوي چې دې هیوادونو له قطر سره په لویه کچه دښمني پیل کړې ده .

د خلیج د همکاریو د سازمان غړي هیوادونه تیره ورځ او نن په کویټ کې راجمع شوي او مهم ګډونوال یې د قطر امیر او د سعودي ولیعهد دي.
د منځني ختیځ ځینې کارپوهان وایي چې په دې غونډه کې د سعودي د ولیعهد او د قطر د امیر یوځای کیدل داجوتوي چې ښایي سعودي د قطر پر وړاندې له خپل دریځ څخه په شا شوی وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button