بادغيس: طالبانو د پوستې قومندان او ټول عسکر ژوندي نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۵) د بادغيس ولايت په مرغاب ولسوالۍ کې طالبانو ته يوه ارتباطي عسکر يوه پوسته او ټول عسکر په لاس ورکړي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپانه کې ويلي، چې د يوه ارتباطي عسکر په مټ يې د “جه خوجي” په سيمه کې يوه پوسته نيولې ده.
زياتوي، نوموړي عسکر ورته د پوستې قومندان او د هغه څلور ساتونکي هم په لاس ورکړي دي.
د احمدي په وينا، له پوستې څخه يې ۸ ميله سپکې او درنې وسلې، دوه شمسيانې او په زياته اندازه مرمۍ او نور پوځي توکي هم ترلاسه کړي دي.
يوې سيمه ييزې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، په سيمه کې نښته نه ده شوې، خو وايي پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې او عسکر تري تم شوي دي.
تر اوسه د بادغيس امنيتي مسئولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.



