کابل: ملي امنيت د ملي محور ګوند پر دفتر چاپه وهلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۵) د افغانستان د ملي امنيت کسانو په کابل کې د ملي محور ګوند پر دفتر چاپه وهلې، چې د عملياتو پر مهال يې دفتر ته زيان اړولی دی.

د ملي محور ګوند يوې سرچينې روهي ویب پاڼې ته ويلي، وړمه شپه ناوخته د شپې امنيتي کسان د دغه ګوند دفتر ته داخل شوي، د دفتر اړوند يو شمير توکي يې مات کړي او ټول دفتر يې پلټلی دی.

د دغه ګوند د مشر ډاکټر خوشحال روهي له لوري د دفتر پلټل تاييد شوي، زياتوي چې په دې اړه يې د ملي امنيت ادارې ته خبر ورکړی او هغوی ورته ويلي په دې اړه به پلټنې وکړي. خو وايي تر دې دمه يې هيڅ اقدام نه دی کړی.

يادې سرچينې ويلي، چې درې اوونۍ مخکې هم په دغه دفتر چاپه اچول شوې وه چې امنيتي کسانو د دفترساتونکی لومړی سخت وهلی و او بيايې ترينه ځينې غوښتنې هم کړي وې.

دی وايي، نږدې شل شپې مخکې په دغه دفتر چاپه واچول شوه او له ساتونکي څخه يې د هغه غونډې په تړاو پوښتنې شوي، چې په کابل کې “د افغانستان روان وضعیت؛ تحلیل و راه های حل» تر سرلیک لاندې” د حزب توسعه افغانستان په همکارۍ جوړه شوې وه.

د سرچينې په وينا، په اخره کې د دفتر ساتونکی ګواښل شوی که د دې ګوند د ځينو مشرانو د ترور او مسمولو په برخه کې ورسره همکاري ونه کړي نو وبه وژل شي.

خو وايي، د چاپه وهونکو له ډاره د ملي محور ګوند د دفتر ساتونکي اوس خپله دنده پرېښې ده.

د ملي محور ګوند وايي دوی په هېواد کې په قانوني ډول د سياسي فعالیت اجازه لري، دغه ډول کړنې يې شخصي بللي او ګواښ يې کړی که حکومت يې مخنيوی ونه کړي نو ناوړه پايلې به ولري.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button