د امریکا او شمالي کوریا احتمالي اتومي جګړه او پر افغانستان یې اغیزې

عزیر اسدخیل

له څو کلونو راهیسې د امریکا او شمالی کوریا تر مینځ ګواښونه روان و چې دادی اوس دغه ګواښونه د عملي کیدو په درشل کې دي، امریکا مکررا شمالي کوریا ته اخطارونه ورکوي خو شمالي کوریا هم د امریکا په وړاندې چوپه خوله نده بلکې د امریکا هر ګواښ د نوي او تازه توغندي په ویشتلو سره ورځوابوي.

کله نا کله خو لا خبره دې ته هم ورسیږي چې د شمالي کوریا مشر د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د بوډا لیوني خطاب کوی او په مقابل کې یې ټرمپ د شمالي کوریا ولسمشر ته پړسیدلی لنډی وایی.

اخر خبره دې حد ته ورسیده چې امریکا د جنوبي کوریا په ملتیا پر شمالي کوریا د یرغل په موخه خپل نظامي تمرینات پیل کړل، او شمالي کوریا هم اعلان وکړ چې د امریکا او جنوبي کوریا ګډ نظامي تمرینات پر شمالي کوریا د برید په موخه اماده ګي نیول دي.

نو شمالي کوریا هم نړیوالو ته اعلان کړه چې په سیمه کې د امریکا او شمالي کوریا تر مینځ د اتومي نښتی جګړې رامینځته کیدل حتمي دي.

امریکا چې ځانته د یوه نړیوال استکبار په حیث اجازه ورکوي چې پر هر هیواد وبلوسیږي خدای تعالی ورته د مقابلې او دفع لپاره شمالي کوریا ودروله، خدای تعالی هیڅکله ظالم نه پریږدي چې ټول عمر دې ظالم پاتی شي او نه مظلوم پریږدی چې ټول عمر دی مظلوم وي.

په هر ترتیب مونږ به دا دعا کوو چې: اللهم سلط الظالمین بالظالمین و اخرجنا من بینهم سالمین غانمین.

یعنی خدایه ! ظالمان پر نورو ظالمان مسلط کړه او مونږ ته ترې پناه راکړه او غنیمت ترلاسه کوونکي مو وګرځوه.

دا چې جګړه عملي  کیدو ته په نږدې کیدو ده، نو د افغانستان پر سیاسي وضعیت به یې اغیزې څه وي؟

لومړی دا چې: امریکا به په یوه دروند جنګ کې ښکیل شي، داسې جنګ چې نور به ونشي کړای د افغانستان روانه  جګړه تغذیه کړي.

دوهم دا چې: د دې زیات احتمال وجود لري چې خپل ځواکونه په ناببره توګه له افغانستان څخه وباسي.

دریم دا چې: که امریکا د افغانستان څخه لاس  واخلي نو طبعا دافغانستان فعلي حکومت به ډیر زر د طالبانو په لاس نسکور کړای شي.

څلوم دا چې : دا امکانات هم وجود لري چې ګاونډي هیوادونه د افغانستان په قضیه کې خپل لاسونه دخیل کړی.

پنځم دا چې: په افغانستان کې به د امریکا پلوه او امریکا مخالفو ترمینځ سختې وسله والې نښتې پیل شي.

شپږم دا چې: د افغانستان له خاورې څخه به د غرب نه راغلي ډارن اشخاص د افغانستان له خاورې څخه د وتلو هڅې  وکړي.

اووم دا چې: د طالبانو او له جهاد نه د منحرفو شویو ډلو تر مینځ جګړه یو ځل بیا پیل شي.

اتم دا چې: د شیعه او سني تر مینځ به هم جګړه ګرمه شي.

نهم دا چې: روس پلوه کمونستان به هم د افغانستان له خاورې پښې سپکې کړي.

لسم داچې: د دې زیات احتمال لیدل کیږي چې پر ټول افغانستان به یو ځل بیا طالبان حاکم شي.

او داسې  نور ډیری احتمالات وجود لري.

خو سوال به  کوو چې افغانستان ته دې الله هغه څه پیښ کړي چې د دې خاورې د ټولو اوسیدونکو د دنیا او آخرت ګټې پکې نغښتې وي. آمین  

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button