طالبانو د تاريخ تېر درملو د سوځولو کمپاين پيل کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۵) طالبانو په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د تاریخ تېر درملو د سوځولو کمپاين پيل کړی دی.
د دغه کمپاين په لړ کې طالبانو تېره ورځ د غزني ولايت د واغز ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو شمېر درملتونونو چاپې اچولي او د تاريخ تېر درمل يې سوځولي دي.
ځايي اوسېدونکو د طالبانو د روغتيايي ادارې دغه کړنه ستايلې وايي، د طالبانو د صحت ادارې ټولو درملتونو والا ته ويلي چې تاريخ تېر درمل به له ځان سره نه ساتي، خو بيا هم وخت ناوخت د طالبانو د روغتيا مسئولين پلټنې کوي چې وموندل شي د بازار په منځ کې ورته اور اچوي او سوځوي يې.
څو ورځې وړاندې له پکتيکا ولايت څخه هم دغه ډول راپورونه ورکول شوي و، چې طالبانو د تاريخ تېر درملو د راټولولو او سوځولو لپاره کمپاين پيل کړی دی.
د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د روغتيا ادارې مسئولين وايي، څه موده مخکې يې د پکتيکا د ګومل، چهاربران، وازيخوا، کیان، نکې او سفينه بازارونو کې د تاريخ تېر درمل له درملتونونو راټول کړي او سوځولي، زياتوي چې دغه کمپاين لا هم روان دی.
د روغتيا ادارې مسئولينو د درملتونونو له ټولو مالکينو او سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې تاريخ تېر او بې کيفيته درمل ونه پلوري.
د هېواد د لويو ښارونو سربېره په کليو او بانډو کې هم ډیری خلک د بې کيفيته او تاريخ تېر درملو وارداتو نه يوازې ناروغان کړي، بلکي اقتصادي زيان يې هم ډېر دی.
د عامې روغتيا وزارت د هېواد په لويو ښارونو کې وخت ناوخت د تاريخ تېر درملو د راټولولو او سوځولو کمپاين کوي، خو تر دې دمه يې ولسواليو ته دغه لړۍ نه ده غځېدلې.



