د اشرف غني د سل ورځو ژمنه درېیو کلونو کې هم پوره نه کړه!/ خالد روان

د نړۍ ټول چارواکي رښتیا نه وايي او هر څوک د ټاکنو پر وخت ډېرې ژمنې ورکوي؛ خو که ټولې نه وي؛ نو نیمايي خو یې حتماً پوره کوي. دا د ټاکنو اوصول دي، چې هر نوماند د ډېرو پلویانو او د ډېرو رایو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې ژمنې هم ورکوي. خو د افغانستان نوماندان او ټاکنې د ټولې نړۍ سره جلا دي. دلته نوماند حتی خپله دنده هم نه پېژني او نه پر دې خبر وي، چې زما دنده په ولسمشرۍ، ولسي جرګې، مشرانو جرګې او ولایتي شورا کې څه وي.؟ خو په ټاکنیزو شعارونو کې د خدای، هېواد او اسلام شعار ورکوي او ځینو خو یې حتی د اسلامي نظام د راوستو ژمنې هم کولې.
د ۱۳۹۳ل د ولسمشرۍ ټاکنو کې دواړو مخکښو نوماندانو اشرف غني او عبدالله ډېرې ژمنې کولې؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې دواړه تراوسه د خپلمنځي اختلافاتو نه هم نه دي خلاص شوي. دوی تراوسه په زیاتو وزارتونو او ولایتونو سره هوکړې ته نه دي رسېدلي او همدغه علت دی چې کابینه یې تل د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي.
اشرف غني ژمنه کړې وه، چې په سل ورځو کې به د خپلو کړیو کارونو ازموینه ورکوي او که چېرې ناکام وم؛ نو خپله څوکۍ پرېږدم. کابینه به یې مسلکي وي او هغه څوک به د وزیر په توګه ونه ټاکي، چې د بل هېواد تابعیت لري او یا یې کاري تجربه او زده کړې و نه لري. خو له غني نیولې تر ټولو وزیرانو پورې دوه تابعیته دي او د افغانستان پر ځای ورته د نورو هېوادونو گټې له هر څه مهمې دي.
تېره ورځ ولسي جرگې د ۱۲ نوماند وزیرانو له ډلې ۱۱ نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې، چې گلاغا شېرزی یې هم د سرحدونو او قبایلو د وزیر په توگه وټاکه. گلاغا شېرزی هغه څوک دی، چې تراوسه یې خپلې زده کړې تر لېسانس هم نه دي رسولي او که د مطلق بې سواده کلمه ورته وکارېږي نو هم بده نه ده.
د دوی په ډله کې یما یاري هم وزیر شو، چې د برېتانیې تابیعت لري؛ خو کاري تجربه، وړتیا او نور هېڅ نه لري؛ خو د برېتاني د سفارت د فشار له امله یې رایه واخیسته او وزیر وټاکل شو. د پوهنې، بهرنیو چارو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي. د گډ حکومت ترمنځ د اختلاف یو ټکی د بهرنیو چارو وزارت دی. ولسي جرگې تېر کال دبهرنیو چارو له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني نه د باور رایه بېرته واخیسته؛ خو د اجراییوي رییس عبدالله عبدالله او د جمعیت گوند د ملاتړ له امله تراوسه د بهرنیو چارو وزارت لهپاره بل نوماند ولسي جرگې ته نه دی ورپېژندل شوی.
فکر نه کوم چې په پاتې دوو کلونو کې به هم د ملي یووالي حکومت د خپلمنځي اختلافاتو څخه خلاص شي او یا به کابینه په مسلکي او وړو خلکو ډکه کړي؛ ځکه دوی تراوسه د ملي گټو پرځای په شخصي لانجو دنگلو کې اخته شوي دي.
افغانستان په هر اړخیز ډول د نورو په مرسته تکیه کوونکی هېواد دی؛ خو دلته یې وزیران کلنۍ بودیجه هم نه شي مصرفولی، چې دا ډول کړنې د گډ حکومت په بې کفایتۍ دلالت کوي، چې وزارتونو لپاره یې وړ خلک ولسي جرگې ته نه دي ورپېژندلي او ولسي جرگې هم په پټو سترگو رایې ورکړي دي.
ملت نور د حکومت په تشو شعارونو نه غولېږي او کار غواړي؛ ځکه په تېرو درېیو کلونو کې یو میلیون ځوانان بې کاره شوي او خلک د یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو مدرک هم نه لري؛ نو د داسې نظام د پاېښت سوال هم نه پیداکېږي.



