باګرام کې زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۶) د ورکړل شوي راپور پر بنسټ له تېرې شنبې ورځې راهيسې د باګرام لسګونه زندانيانو د چارواکو د ناوړه چلند له امله د نه خوړولو پر اعتصاب لاس پورې کړی دی.
زندانيان وايي، روغتيا ته يې پام پاملرنه نه کېږي او آن يوې ګولۍ ته هم لاس رسی نه لري، له کبله يې د ناروغيو د دوام لامل نورې ناروغۍ پيدا کوي، چې بنديان يې له سخت ناورين سره مخ کړي دي.
يو شمير بنديان وايي، د بند مودې يې پوره شوي يا بخښل شوي بيا هم په ناقانونه ډول په زندان کې ساتل کېږي او چارواکي يې نه خوشې کوي.
دوی په زندان کې د چارواکو او پوليسو د ناوړه چلند له کبله شکايت کوي وايي، په هيڅ خبره د زندان د مسئولينو له لوري تر يوې مياشتې پورې جزايي کېږي، بې خوبي ورکول کېږي، وهل کېږي او نورې ډول ډول شکنجې ورکول کېږي چې زندانيان يې د ظلمونو له لاسه تر پوځې راغلي دي.
په باګرام کې يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، بنديانو د باګرام زندان په دولسم بلاک کې اعتصاب پيل کړی زياتوي چې تېره ورځ نږدې ۳۰ زندانيان چې د کوما په حالت کې يې قرار درلود له بلاکونو ويستلي او پاتې نور يې سخت وهلي دي.
امريکايانو د ۲۰۱۵م کال په لومړيو کې اعلان وکړ چې د باګرام زندان مسئوليت يې افغان حکومت ته سپارلی دی.
دغه زندان د کابل جنوب کې د پروان ولايت په باګرام ولسوالۍ کې پروت دی.
باګرام زندان که څه هم په سختو شکنجو او ظلمونو مشهور دی، خو بنديان وايي هغه وخت چې د امریکايانو په لاس کې و نسبت د اوس په پرتله يې خدمات ښه ول.
دا لومړی ځل نه دی چې زندانيان د چارواکو له ناوړه چلند څخه سر ټکوي تر دې مخکې هم زندانيان د پلچرخي، کندهار، کنړ او يو شمير نورو زندانونو کې وهل شوي، شکنجه شوي او آن تر دې چې وژل شوي هم دي.
دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.



