اردوګان د اسلامي کانفرانس غړو هېوادونو مشران ترکيې ته وربللي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۶) بيت المقدس ته د امريکې سفارت انتقالولو په غبرګون کې د ترکيې ولسمشر اردوګان د اسلامي کانفران غړو هېوادونو مشران ترکيې ته وربللي، چې د ټرمپ د نوې پرېکړې په هکله غونډه وکړي او په دې اړه خپله تګلاره وټاکي.

د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ابراهيم کالن پرون رسنيو ته وويل، ولسمشر اردوګان په دې موخه د اسلامي کانفرانس هېوادونو غونډه رابللې څو دغه هېوادونه يوه منظمه کړنلاره جوړه او قدس شريف د اسراييل د پلازمينې اعلانولو او د امريکا هلته د امريکا سفارت انتقالولو په اړه موقف ونيسي.

د امريکا ولسمشر ډونلډټرمپ پرون ماښام بيت المقدس د اسراييلو پايتخت اعلان کړ او ويې ويل چې د امريکا سفارت به له تل ابيت څخه بيت المقدس ته ولېږدوي.

د ترکيې ولسمشر وړمه ورځ، په يوه بيان کې قدس شريف د مسلمانانو لپاره سره ليکه بللې وه او ګواښ يې کړی و، که دغه ښار د اسرائيل پلازمينه اعلان شي، دوی به خپلې ديپلوماتيکي اړيکې ورسره پرې کړي.

د ترکيې د ولسمشر وياند ابراهيم کالن په تازه څرګندونو کې د امريکا له خوا بيت المقدس ته د اسراييلو د پايتخت لېږدول غير قانوني او پارونکی عمل بللی او له ټولې نړۍ څخه يې غوښتنه چې دغه پريکړه رد او د فلسطينيانو ملاتړ وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button