سیاف د قدس او حکمتیار د ټاکنو په موضوع امریکایان تورن کړي دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۶ فرید افغان)

د امریکا له خوا بیت المقدس ته د سفارت د لیږدولو اوهغه د اسرایلو د پلازمینې تر منلو وروسته په دې اړه نړیوال غبرګونونه مخته راغلي وسلوالو طالبانو او افغان حکومت په جلا جلا توګه دا موضوع غندلې او طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا په لوی لاس غواړي په منځني ختیځ کې اورونو ته لمن ووهي.
له ګډحکومت او طالبانو وروسته ځینو افغان سیاسي مشرانو هم امریکا تورنه کړې چې په لوی لاس په یو لړ مسایلو کې نفاق اچونکو کړنو ته لمن وهي.
پخوانی جهادي رهبر او د دعوت ګوند مشر استاد سیاف ویلي
چې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ وروستۍ پرېکړه به خطرناکې پایلې ولري.
خو حکمتیار چې تازه د ترکیې او سعودي له سفر څخه هیواد ته راستون شوی دی د قدس په هکله له څه ویلو ډډه کړې او زیاته کړې یې ده چې بهرنیان په ځانګړي ډول امریکایي چارواکي د افغانستان به را روانو ټاکنو کې لاس وهنه کوي.
حکمتیار تور پورې کړی چې بهرنیان نه غواړي په دې کمیسیون کې د حزب اړوند غړي وجود ولري او له همدې کبله یې یو شمیر له دندو هم ګوښه کړي دي.
نوموړي ویلي، له مخالفینو غواړو چې وسلې پر ځمکه کیږدي او د سولې له لارې له ګډحکومت سره یوځای شي.
نوموړي ویلي که شفافې ټاکنې ترسره شوې نو ټولو هغو مخالفینو ته به چې د امریکا په مشرۍ له ګډحکومت سره په جګړه کې ښکیل دي سخت ځواب وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button