د طالبانو په زندان هوايي بريد کې ۱۸ بنديان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ۱۶) تېره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې هوايي بريدونه او عمليات کړي، چې پر مهال يې لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، ګډو ځواکونو د حصارک په دواب، غوږيزه او کوکدره سيمو کې هوايي بريدونه او بمبارۍ کړي، چې پر مهال يې ۲۳ ملکيان او څلور طالبان وژل شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په هوايي بريد کې د دوی هغه زندان په نښه شوی، چې د حقوقي او جنايي جرمونو بنديان پکې ساتل کېدل، زياتوي په دغه زندان کې ۱۸ تنه بنديان وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، ګډو ځواکونو لومړی په دواب او غوږيزه سيمو باندې بمبارۍ وکړې وروسته يې ځمکني عمليات پيل کړل، چې پر مهال يې د يو شمير کورونو دروازې په بمونو الوزولي او د پلټنو پر مهال يې پيسې او قيمتي توکي هم له ځآن سره وړي دي.
طالبان وايي، وژل شوي ۱۸ تنه بنديان او د دواب سيمې (ګل ماما) دهغه ۳ زامن او یو بل کلیوال ټول عام کسان دي.
زياتوي، د يادې ولسوالۍ مربوط د کوکدره په سيمه کې د طالبانو يو موټر په نښه شوی، چې پکې د يو سرګروپ په ګډون څلور طالبان وژل شوي دي.
دغه راز طالبانو ويلي، امريکايي او افغان ځواکونو د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په کوکدره سيمه کې د عملياتو پر مهال څلور ملکي کسان وژلي او د کورونو د تالاشۍ پر مهال يې قيمتي توکي، پيسې او نور د استفادي وړ شيان له ځان سره وړي دي.
په وروستيو کې د ګډو ځواکونو هوايي بريدونه او عملياتو کې زياتوالی راغلی چې ډیری وخت پکې ملکي کسان په نښه کېږي او وژل کېږي، خو لا هم د ملي يووالي حکومت د عامو خلکو پر وژنو او هغوی ته په تلفاتو اړولو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې هم ويلي و، چې د بهرنيو ځواکونو د زياتېدونکو هوايي بريدونو له کبله ملکي تلفات زيات شوي دي.



