د پنځو هېوادونو لپاره افغان سفیران وټاکل شول

(کابل ټکی کام : یکشنبه، لېندۍ۸ مه، ۱۳۹۴ ل)  سليم بریال

د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويل شوي دي، چې دوي د پنځو هېوادونو لپاره استازي ټاکلي دي .

د بهرنیو چارو وزارت په هغه اعلاميه کې چې رسنيو ته يې استولې، د پاکستان، ترکمنستان، پاکستان، چک، ناروې او بلجيم لپاره خپل استازو د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

د اعلاميې له مخې شکریې بارکزۍ او د ولسمشر د اقتصادي مشاور ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په ګډون ۶ تنه د بېلابېلو هېوادونو لپاره د نویو سفیرانو په توګه ټاکلی شوي دي.

په نویو ټاکل شویو کسانو کې، په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال په پاکستان، په ولسي جرګې وکيله شکريه بارکزۍ په ناروې، سيد مصدق خليلي په چک، محمد عمر صمد په بلجيم، ميرويس ناب په ترکمنستان کې د افغانستان نویو سفيرانو او په امريکا کې افغان سفير حمد الله محب د کولمبيا، دومينکا او ارجنټاين هېوادونو لپاره د غير مقيم سفير په توګه ټاکل شوی دی.

دغه راز ويل شوي دي، چې د بهرنيو چارو پخواني وزير زلمي رسول او وحيد عمر په اېټاليا کې د افغانستان د سفير په توګه پشنهاد شوي دي، خو د منظورۍ په اړه يې څه نه دي ويل شوي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button