سیداکبراغا:طالبان او ولس واقعي سوله غواړي، او حکومت هم باید ژمنتیا ښکاره کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۱ فرید افغان)
نن په کابل کې د افغانستان د خلاصون لارې د شورا مشر سید اکبرغا یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې، په افغانستان کې ریښتینې سولې ته اړتیا ده او په وینا یې چې د دې چارې لپاره باید ټول اړخونه خپله ژمنتیا ښکاره کړي.
د نوموړي په خبره د سولې د راتګ په مخه کې اصلي خنډ د بهرنیانو موجودیت ده او که د بهرنیانو نظامي حضور پای ته ورسیږي دې هیواد ته به ثبات راشي.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې له حکومت څخه د واقعي سولې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه ‹‹دطالبانولخوا زه تضمین کوم اوقسم کوم چو واقعي سوله کوي دملت لخوا تضمین کوم چې سوله کوي››
نوموړي د سولې شورا وهڅوله چې حکومت واقعي او ریښتونې سولې ته وهڅوي.
اکبراغا د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې، طالبان له ټولګټو چارو څخه دفاع کوي او په وینا یې چې د طالبانو د کنترول لاندې ساحو کې پوهنیز نظام ښه روان دی، مکاتب فعال دي کلنیکونه وجود لري او ټولې چارې سمې روانې دي.
نوموړي تور ولګاو چې د پوهنې وزارت ځینې هیئتان د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته له تګ څخه انکار کوي او د استادانو معاش او دهغوی درسي مواد په خپلو شخصي چارو کې مصرفوي .
د نوموړي په وینا، دې چارې د حکومت او ملت فاصله سره ډیره کړې.
نوموړي د بندیانو حالت هم ځورونکی وباله او په خبره یې چې دبګرام بندخونه کې د نورو بندیانو دځایولو شونتیا نشته او په پلچرخي کې یې د بلاکونو شمیر له ۴ تر ۱۰ رسولی چې زرګونه سیاسي بندیان په سختو شکنجو کې وخت تیروي.
نوموړي ټینګار وکړ چې که حکومت د ملت ارادې ته ارزښت ورکړي نو د سولې راتګ هیڅ ستونزمن نه دی.



