مدني فعالان: د هوایي چلند د ادارې ټول کارمندان پښتانه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۱ فریدافغان)
وروسته تر هغه چې د حزب اسلامي مشر د حکومتي څوکیو ویش د قومپالنې له مخې وباله او په وینا یې چې پښتانه په ځانګړي ډول د لویې پکتیا د ځدراڼو ټبر په حکومتي ویش کې هیڅ ونډه نه لري او له حکومت یې هم وغوښتل چې لږ تر لږه باید د پنجشیر، بامیانو دایکندي، او د پکتیا او خوست توازن باید وساتي، دې موضوع په پلازمینه کابل او یو شمیر ولایتونو کې د قوم او ژبې په نامه راټوکیدلو مدني فعالانو اعتراض ته لار هواره کړې ده
فعالان وایي چې د هوایي چلند په خپلواکه اداره کې ټول مسؤلین او کارمندان د پښتون قوم څخه ټاکل شوي دي او دوی ته دمنلو وړ نه دي.
یو لیست چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي جوتوي چې، د کابل، بلخ، کندهار،او یو شمیر نورو ولایتونو د هوایي ډګرونو مسؤلین پښتون ټبره دي .
د مدني فعالانو غبرګون وروسته ترهغه زیات شو چې تیره ورځ د هوایي چلند رئیس محمدشاه حبیبي د یک تلویزیون خبریال ته وویل چې ‹‹تاسو ټوله ورځ په مرداریو پسې ګرځئ لږ د ملي منافعو غم وکړئ ››.
که څه هم په پخواني حکومت او اوسنۍ ګډه اداره کې زیاتره ګمارنې د قوم او سمت تر مخه ترسره کیږي خو د قوم او سمت په نامه تربګني وروسته ترهغه زور واخیست چې د ولسمشر غني دسلاکار ‹‹ثواب الدین مخکښ›› یو مهم یادښت چې پکې تعصب ته لمن وهل شوې وه رسنیز شو.
مخکښ، د دې یادښت تر ابلاغ وروسته سمدلاسه دنده پریښوده.
د یادونې وړ ده چې د حزب پرمشر هم تورونه دي چې په لوی لاس قومي تربګنیو ته لمن وهي نوموړي څو اونۍ وړاندې ویلي و چې د افغانستان جګړه قومي صبغه لري او دا یې د دو قومونو جګړه بللې وه.
د نوموړي د تیرې ورځې خبرو ته چې په خوست کې یې یوې غونډې ته وکړې داکتر عبدالله، دولسي جرګې وکیلانو او یو شمیر سیاسي کړیو توند غبرګون وښوده او نوموړی یې قومي شخړو ته په لمن وهلو تورن کړ.
د یادونې وړ ده چې د ګډحکومت د ۵۰ سلنې د ویش ترمخه هره برخه هڅه کوي ترڅو خپل بړیڅي جذب کړی.



