بیت المقدسه ! دې پوښتنې ته څه جواب لرې ؟

لیکوال: خالد افغان

بیت المقدسه ! صرف خپل ځوانان در پاتې دي، چې د سحرا په کاڼو دې د دفاع په خاطر د سرو لښکرو سره وجنګېږي،

ستا هغه خویندې چې د سر ویښتان یی د هوا مرغانو هم د کور دباندې نه و لیدلي،

ستا هغه خویندې چې د اووه دیوالونو د ننه به یی هم حجاب کولو،

ستا هغه خویندې چې لاسونه یی صرف ستا د رالېږل شوي کتاب (قرآن کریم) په پاڼو لګېدلي وو، خو نن لاسونه ډک له کاڼو د سرک غاړې ته راوتلي دي، خپلو نازکو لاسو کې یی ستا د تن تېرې، تېرې ډبرې اخيستې دي او د لعینانو په ټانګانو ګوزارونه کوي،

د سر ويښتان يې د فلسطین ګرمې هوا زیړ کړل!

د الله اکبر تکبیرونه وايي،

لبیک بیت المقدس شعارونه وايي،

صلاح الدین ایوبي ته اوازونه کوي،

خو د امت مسلمه واکدرانو خپل روحونه په شراب او کباب مصروفه کړي دي،

ډول، باجه، او نڅا باندې مشغوله دي،

نشه، تماشه په غونډو او اشغارو باندې یی خپل خوبونه حرام کړي دي،

په اعلامیو او لیکنو دې ازاده ول غواړي،

په درواغجنو اختارونو دې دفاع کوي،

په حقیقي میدان کې په صفر کې ضرب دي،

بل خوا موږ ځوان نسل هم ستا د بېرته نیولو لپاره ډېرې منډې تړلې ووهلې،

اې ته خبر يې موږ څومره قربانیانې ورکړې؟

موږ په اوله ورځ چې خبر شوو، سهار وختي را ووتلو، په هر چوک او هر سرک مو د لعین عکسونو ته اورونه ورته کړل،

د لارویون غږ مو په ټول بازار کې زوګ جوړ وو، مرګ په ټرمپ، لبیک بیت المقدس مو په ډېرو کاغذونو ولیکل،

ورځ مو ډېره ستومانه تېره کړه، خولو کې جاب جیب کور ته راستانه شوه

خو داسې ښکاره شوه چې موږ بې وسو دې هم د نورو غمونو په شان ستا غم هم له یاده وباسو.

بیت المقدسه! ډېرې نمجنې سترګې دې د ستر غازي صلاح الدین ایوبي راتلو ته وغاړه ولې،

خو د نړۍ واکدرانو کې څوک پیدا نه شول چې د دفاع عملي میدان ته دې را ودانګي،

اې د ستر غازي هغه خبره درته په حقیقت نه شوه بدله؟

چې ویلي یی وو، بیت المقدس به بیا د کافرو لاسته هغه وخت ولوېږي کله چي په مسلمانانو کي نارینه ختم شي او زنانه (ښځي) پاتې شي.

اې درته ثابیته نه شوه؟

اې ته اوس د مسلمه امت واکدرانو ته په کوم نظر ګورې؟

اې تا ته د امت مسلمه واکدران نارینه ښکاري که ښځینه؟

صرف د دغې پوښتنې جواب درنه غواړم!

اې صرف دا پوښتنه راته جواب کړه او بس !!!

پای

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button