خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:
په جناياتو كې ريښتيا هم ستر ځواكونه ښكېل دي!
شناند:
ههههههههههههه اطلاعات دې ډیر قوي دي، ایله اوس خبر شوې؟
هیواد:
افغانانو! بلك واټر لويه فتنه ده مخه يې ونيسئ!
شناند:
چې مخه یې ونیسي خو ډالر بندیږي کنه
اصلاح:
د ټرمپ پرېكړه، او د اسلامي نړۍ دوه مخى دريځ!
شناند:
د اسلامي نړۍ؟ که پر اسلامي نړۍ د غرب مشربه حاکمانو دوه مخی دریځ؟
اراده:
ملېشه د افغانستان د بربادۍ پلان دی
شناند:
چې ګلم جم او اربکي ملیشې یې ښه بیلګې دي
ویسا:
حكومت له غونډو او اعتراضونو ولې وېره لري؟
شناند:
ځکه چې چوکۍ ته یې خطر پیښوي
مشرانو جرګه:
حکومت دې له واشنګټن سره امنيتي تړون لغوه کړي
شناند:
تړون خو د حکومت په خوښه نه بلکې د امریکایانو لخوا پرې په زور تپل شوی دی نو څنګه به یې لغوه کړي؟
۸صبح:
سومین نمایشگاه طبى در کابل گشایش یافت
مبصر:
ولې متأسفانه که مردم فقیر و بیچاره در آن جای ندارد
داکتر حضرت عمر زاخیلوال:
کابل و اسلام آباد باید بطور مشترک علیه تروریزم مبارزه نمایند
مبصر:
تا بادار امریکایی تان خوش شود
د حزب اسلامي مشر:
لویه پکتیا به د سولې په کور بدله کړو
شناند:
لویه پکتیا له پخوا نه د سولې کور و، خو ستاسې په شان منحرفو مشرانو ورڅخه سوله وتروړله
رئیس اجرائیه:
بحث صلح با طالبان تا اکنون در حد یک نظر است
مبصر:
بر جان کیری دعا کن که تو واری پوچ مغز را بر تخت شاهان شاند
هیواد:
د اسلامي امت ستونزې اساسي حل غواړي
شناند:
اساسی حل یې اسلام دی او بس
اراده:
افغانستان چا وران كړ؟
شناند:
معلومدار، نیم د شوروي تالي څټو خلقیانو او پرچمیانو، او پاتې نیم نور منحرفو هسي په نوم جهادیانو
اراده:
د چنګېزي وحشت يو ياد
شناند:
دشت لیلی، او د له 2002 نه تر ننه د امریکایانو وحشتونه
اصلاح:
تقابل كه تعامل؟
شناند:
کله یو او کله دواړه
افغانستان:
پاكستان بيا پر يخ وليكل او لمر ته يې كېښوول
شناند:
چا چې تر اتوم جوړولو ځان رسولی وی، نو ځکه له چا ویره نلري
روزنامۀ گاردین:
بن سلمان می خواهد فلسطین را به عنوان هدیه به داماد ترمپ تقدیم کند
مبصر:
پس سلمان نیز به سرنوشت معمر القذافی روبرو خواهد شد



