سوله ښه ده خو !

لیکنه : محمد زبیر هاشمي

سوله ښه ده خو چې زموږ سر پکې په امن وي

سوله ښه ده خو چې زموږ خاوره پکې په امن وي

سوله ښه ده خو چې زموږ حیا ، عزت پکې خوندي وي

اوس خو لودیځوالو د سولې ښکلی کوترې وزرو لاندې خپل جنګ او اقتصاد په مخ بیايي .

خو افسوس !

ځني مسلمانان دغفلت په خوب ویده دي لودیځوالو سره  دسولې کوترې الوزه وي خپل  خواهشات پوره کوي بیا دې سولې ته ترقي وايي او نور مسلمانان پدې خبره تیروباسي .

لودیځوال دسولې ترنامه لاندي دمسلمانانو سپیڅلي ځمکې غصب کړي چې فلسطین بیت المقدس يې ښه بیلګه ده ، ټولو ته جوته ده چې دسولې عنوان لاندي دغه ځمکه غصب شوه .

دمسلمانانو خاوری يې اشغال کړي دي او نړۍ په ګوټ ګوټ کې ددوی شر نه مسلمانان په امن کې نه دي ځوانان يې په مختلفو بانو وژني او ښځي  د دوی سرو ځناور سره د اسارت ورځي شپي سبا کوي .

دمسلمانانو ستر رهبر حضرت محمد (ص) جهاد د اسلام ترټولو لوړ عمل په دې خاطر بللی دې چې دمسلمانانو سر، مال و خاوره ددوی د شر نه په په امن کې شي .

سوله خو دیته نه وايي چې اسلام دړي وړي شي مظلوم مسلمانان دي په ژړاګانو ، اهونو ،کړاونو کې وی،  خو لودیځوال دی خوشاله وي ، عجیبه سوله ده چې موږ يي غواړو .

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button