ولید بن طلال د علني محکمې غوښتونکی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۲ فرید افغان)

د اسپونتیک خبري اژانس له قوله، د فرانسوي ولسمشر ځانګړي استازي په دې وروستیو کې په ریاض کې له نیول شویو اسیرو شاهزادګانو څخه لیدنه کړې چې ځینو ورسره خواله کړې او د ځینو د لیدلو کتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د رای الیوم ورځپاڼې ویلي، د سعودي ولیعهد د نیول شویو شهزادګانو څخه ډیر رنځ ځکه وړي چې هغوی هر ډول شکنجې پرځان منلې او د پیسو له ورکړې ډډه کوي او نوموړی هم د هغوی له علني محکمې ویره لري ځکه هغوی هیڅ جرم نه دی ترسره کړی او یواځې د سعودي چارواکو د بیځایه سیاستونو قرباني ځان بولی.
څو اونۍ کیږي د سعودي د شاهي کورنۍ لسګونه جګپوړي چارواکي د دې هیواد د ولیعهد له خوا بند خونو ته اچول شوي، په دوی تور دی چې په لوی مالي فساد کې ښکیل دي.
په دې چارواکو کې د پخواني ولسمشر ځوی متعب بن عبدالله او د دې هیواد ملیاردر ولید بن طلال هم شامل دي.
غربي مطبوعات وایي چې متعب بن عبدالله د یو ملیارد ډالرو په ورکړې خوشی شوی خو ولید بن طلال لا هم د بند شپې تیروي.
فرانسوي استازي ویلي د طلال او متعب د لیدلو اجازه نه ده ورکړل شوې او زیاتوي چې د دوی معلومات ښیي چې طلال نه غواړي خپله دارایي د سعودي حکومت ته تحویل کړي ځکه نوموړی په هیڅ مالي درغلۍ کې ځان ککړ نه بولي.
نوموړي ویلي چې چمتو دی تر څو علني محکمې ته ځان حاضر کړي .
په تیر کې ځینو لویدیځو رسنیو خبر ورکړی و چې نیول شوي شهزادګان سخت شکنجه شوي او تحقیقات ترې د بلک واټر امریکایي کمپنۍ وسلوال ترسره کوي.
د منځني ختیځ د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې سعودي د یمن په جګړه کې له لوی مالي تاوان سره مخ شوی او اوس غواړي دا کسر د نیول شویو شهزادګانو له دارایي څخه پوره کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button