امريکا په ۲۰۱۸ کال کې افغاسنتان ته نور ځواکونه رالېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۲) ټاکل شوې ده، چې د امریکا متحده ايالات د ۲۰۱۸م کال په لومړيو کې افغانستان ته نور تازه دمي ځواکونه راواستوي.

د سپوټنيک د راپور له مخې، د امریکا د متحده ايالاتو د هوايي ځواکونو قومندان لانس بانج ويلي، د ۲۰۱۸م کال په لومړيو کې به افغانستان ته د افغان ځواکونو د کومک او طالبانو سره د جګړې لپاره تازه دمي سرتيري ولېږل شي.

نوموړي په يوه خبري غونډه کې وويل، دغه امريکايي عسکر به د افغان ځواکونو د پياوړتيا، هغوی ته د سلا مشورو او د نوي کال په جګړه کې د هغوی ملاتړ وکړي، څو افغان پوځ ځواکمن شي.

زياتوي، امریکايي سرتيري افغانستان ته د ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتيژۍ په چوکاټ کې لېږل کېږي او د راتلونکي کال په لومړيو څلورو مياشتو کې به يې د استول کېدو پلان بشپړ شي.

افغانستان ته د نويو رالېږل کېدونکو امريکايي ځواکونو شمېره نه ده په ډاګه شوې.

د امریکا متحده ايالاتو د روان کال په جون مياشت کې افغانستان ته ۱۵۰۰ امريکايي سرتيري راولېږل.

د افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته امریکا وويل، چې دغه هېواد ته به له څلورو تر پنځو زرو تازه دمه امريکايي پوځيان ولېږي.

له هغې وروسته په هېواد کې د امریکايي عسکرو شمېر نږدې اوولس زرو ته رسېدلی دی، چې ډیری يې په مخامخ جګړو، هوايي بريدونو او شپنيو چاپو کې برخه اخلي.

د يادونې ده، د امريکا د نوې جنګې تګلارې له کبله په افغانستان کې د بهرنيانو هوايي بريدونه او شپني عمليات ډېر شوي، چې د راپورونو پر بنسټ د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه هم ورسره لوړه شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button