فنلنډسفیر: په افغانستان کې لاهم په زندانونو کې شکنجې روانې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۲ فرید افغان)

په افغانستان کې د فنلنډ هیواد سفیر ‹‹هانو ریپاټي›› رسنیو ته ویلي چې په افغان زندانونو کې لا هم شکنجې دوام لري او ورته راپورونه هر وخت ورته رسیږي.
نوموړي ویلي چې په افغانستان غوندې هیواد کې د شکنجو او ربړونو چارې عادي ښکاري او تمه نه کیږي چې دا چاره په سمدستي توګه ختمه شي.
د ریپاټي په خبره، دا لړۍ څه اندازه راکمه شوې خو بیا هم په ټولیزه توګه د دې کړنې ختمول ناشونی کار دی.
د بشري حقونو کمیسیون هم منلې چې نیول شوي بندیان د تحقیقاتو پرمهال سخت شکنجه کیږي.

د رحیم الله په نامه یوه آزاد شوي بندي بي بي سي ته ویلي چې هغه شیبې یې له یاده نه وځي چې د ملي امنیت په زندان کې سخت شکنجه شو.
د ولسې جرګې غړي وایي، چې تر تولو ډیره شکنجه د افغان پولیسو او ملي امنیت په زندانونو کې ورکول کیږي.
په دې لړ کې بندیانو ته برېښنایي شاټونه ورکول، په سړو اوبو کې درول، څو ورځې پرلپسې په لوږه تنده کې پریښودل او اوګده بې خوبي هغه څه دي چې د افغان عیکرو لخوا عادت ګرځیدلی دی..
د زندانونو عمومي مشر عبدالحلیم کوهستاني بیا دا هرڅه نه مني او په وینا یې چې هیڅ بندي ورته د شکنجې شکایت نه دی کړی.
خو د بشري حقونو او د روڼتیا د څاراداره بیا د زندانونو وضعیت اندیښمنونکی بولي او زیاتوي چې په زندانونو کې سخت بشري ناورین روان دی.
د بشر حقوقو ادارې ویلي چې بندیان آن د روغتیاپالانو له خوا هم ځورول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د ولسي جرګې یوه پلاوي چې له زندانونو یې لیدنه کړې وه ویلي و ‹‹ چې د پلچرخي زندان کې بندیانو ته سختې شکنجې ورکول کیږي او په سختو مشکلاتو کې قرار لري
پلاوي ویلي و چې ۸۰۰ بنديانو د بند مودې بشپړې شوې او
لا یې سرنوشت نه دی څرګندی همداراز ۱۴۰ تنه په سختو ناروغیو اخته دي

مربوطه مطالب

Back to top button