جمعې ته “جمعه” ولې وایي؟

 

عبدالبصیر حامد

پخوا زمانه کې به د جمعې ورځې ته “یوم العروبه” ویل کېده.
وروسته بیا یوم الجمعة ونومول شو. د دې نومولو لامل د یوۀ حدیث نه ښه څرګندیږي.
ابوهریره رضی الله عنه وایي: وای لۀ رسول الله صلی الله علیه وسلم نه چا پوښتنه وکړه: چې دا جمعې ورځې ته “جمعه” نوم ولې وایي؟
دۀ صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا ځکه چې پۀ دغه ورځ ستاسې نیکۀ آدم علیه السلام خاورې په کې راجمع شوې. او دی ورنه جوړ شوی، بل دا چې پۀ دغه ورځ به اوله شپېلۍ پوک کړای شي، (په دې سره به ټول دنیا وال مړۀ شي) بل دا چې (په دغه ورځ به ) دویمه شپېلۍ هم پوه شي، ( چې په دې سره به ټول بدنونه راژوندي کړای شي) او بل دا چې (په دغه ورځ به د قیامت د ورځې) سخته نیوکه وي. همدا راز په دغه ورځ کې پۀ اخریني دریو ساعتو کې یوۀ داسې ګړۍ ده کۀ یو څوک لۀ الله جل جلاله نه کومه دعا وغواړي، الله یې دعا قبلوي. (رواه احمد)

دغو ټولو جمع او يو ځای کېدلو لۀ امله همدې ورځې ته د “جمعې” نوم کېښودل شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button