د امریکا، افغانستان او پاکستان استازي دهماهنګي ګډه غونډه ترسره کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۵ فرید افغان)

د ډیلي ټایمز د راپور تر مخه نن به د افغانستان او پاکستان هیوادونه لوړپوړي پوځي چارواکي دوه غونډې ترسره کړي چې لومړۍ هغه به یې د کابل او اسلام آباد د پوځي چارواکو ترمنځ ترسره شي او بله به یې هم درۍ اړخیزه وي چې د امریکایي مقاماتو په ګډون او لارښونه به ترسره کیږي.
دا غونډه به د ډیورنډ د پولې په اوګدو کې د وسلوالو پرضد دعملیاتو په همغږي او همداراز د افغان او پاکستاني طالبانو د له منځه وړلو په اړه د ګډ میکانیزم د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړي.

وروسته تر هغه چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه کابل ته سفر وکړ دا په تیرو دوو اونیو کې دوهمه ناسته ده چې د دواړو هیوادونو د پوځي چارواکو ترمنځ ترسره کیږي.
باید وویل شي چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمدفیصل تیره ورځ د دې غونډې په اړه ویلي و، چې دواړه لوريو توافق کړی چې د یو او بل د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې به خپل استازی لري او د هماهنګۍ نوي مرکزونه به هم جوړوي ترڅو د دواړو هیوادو د پوځیانو ترمنځ کامله همغږي رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې تیره میاشت د دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس حبیب حصاري هم د یو لوړپوړي پلاوي به مشرۍ پاکستان ته سفر کړی و او د هغه هیواد له لوړ رتبه پوځي چارواکو سره یې په مهمو مسایلو خبرې کړې وې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button