فلسطين: د اسراييلو ضد لاريون کې څلور تنه وژل شوي- نهه سوه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۵) بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه اعلانول او هلته د امريکا سفارت د انتقالولو په تړاو تېره ورځ زرګونه فلسطينيانو لاريون وکړ، چې په تاوتريخوالي بدل شو، له کبله يې څلور تنه فلسطيني لاريونوال وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

د فلسطيني رسنيو د راپور له مخې، لاريون پرون د جمعې له لمانځه وروسته په غزه او لويديځه تراډه کې پيل شو، چې وروسته په تاوتريخوالي واوښت، اسراييلي ځواکونو په فلسطيني لاريون کوونکو ډزې وکړې او پر هغوی يې اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ.

د فلسطين د روغتيا وزارت ويلي، د اسراييلو په ډزو څلور فلسطيني لاريونوال وژل شوي او نږدې نهه سوه تنه نور ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي، په غربي تراډه کې ۲۵۰ تنه ټپيان دي چې ۲۴ په مرميو لګېدلي او پاتې نور د پلاستيکي مرميو او اوښکي بهوونکي ګاز له کبله ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، د غزې په لويديځه برخه کې هم اسراييلي ځواکونو په لاريونوالو ډزې کړي، په ترڅ کې يې له اويا زيات کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز تېره ورځ د فلسطين په يو شمير نورو سيمو کې هم لاريونونه وشول، چې زرګونه کسانو پکې برخه اخيستې وه او د قدس په اړه د ټرمپ وروستۍ پریکړه يې وغندله.

بايد وويل شي، چې بيت المقدس ته د امريکا د سفارت انتقالول او قدس د اسراييلو د پلازمينې په توګه اعلانولو سره په ټوله اسلامي نړۍ کۍ لاريونونه وشول، د اسلامي هېوادونو يو شمير مشرانو له ټرمپ نه وغوښتل چې خپله پريکړه بېرته واخلي او د دغه پريکړې غندنه يې وکړه.

اروپايي ټولنه وايي، د غه مسله به د فلسطين او اسراييلو تر منځ د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button