کندهار: چاودنې شپږ ماشومان ټپيان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۵) د ارزګان د ولايتي روغتون مسوول ډکټر امين الله توخي وايي، د ناوچېدلې مرمۍ د سرګلولې د چاودېدو له کبله شپږ ماشومان ټپيان شوي دي.
زياتوي، بېګا شپه د ولايت مرکزي روغتون ته شپږ تنه کوچنيان وروړل شوي چې په يوه چاودنه کې ټپيان شوي دي.
دی وايي، دغه ټپيان چې عمرونه له اتو کلونو کم دي د کندهار له شاوليکوټ ولسوالۍ څخه وروړل شوي دي.
د امين الله په خبره، ټپيانو کې څلور نجونې او دوه هلکان دي چې د څلورو تنو حالت ښه نه دی.
ځايي اوسېدونکي وايي، پېښه د يوې ناچاودلې سرګلولې د چاودېدو له کبله رامنځته شوې په وينا يې په سيمه کې لا هم پخواني چاودېدونکي توکي پاتې دي، چې وخت ناوخت د ماشومانو ژوند اخلي.



