د رولاغني ساتونکو د غونډې ترپایه خبریالان تالار ته نه دي ورپربښي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۵ فریدافغان )

نن د لوړو زدکړو وزارت کې د ‹‹ای تي›› نندارتون پرانیستل کیدلو ته د ولسمشر د میرمنې په ګډون یو شمیر لوړپوړي چارواکي او دخبري پوښښ په خاطر یو شمیر خبریالان غوښتل شوي وه.
د رشد خبري اژانس د راپور تر مخه، خبریالانو ته د غونډې د خبري پوښښ په خاطر تر پایه اجازه نه ده ورکړل شوې تر څو تالار ته دننه ولاړشي.
خبریالان وایي د غونډې په څرنګوالي او د پروګرام په اړوند تر پایه نه دي پوهیدلي چې د څه په اړوند و.
خبریالان زیاتوي مجلس ته د داخلیدو اجازه هغه مهال ورکړل شوه کله چې غونډه پای ته ورسیده او ګډون وال له تالار څخه د راوتلو پر مهال و.
د ژورنالیستانو په خبره ‹‹هڅه مو وکړه چې د غونډې په پای کې تصویر یا ویدیو وکړو خو د رولاغني ساتونکو منعه کړو››

د احمد عرفان په نامه یوه خبریال ویلي چې، د ولسمشر د میرمنې په امر د هغې ساتونکو ورسره داسې شرموونکې معامله کړې ده چې له تصور څخه لرې وه.
د محمد انور په نامه یو خبریال وایي چې ‹>موږ د لوړو زدکړو د وزارت په غوښتنه راغلي و، نه دتوهین او تحقیر لپاره ››
اټکل کیږي چې په غونډه کې د پردې ترشا ځینې مهم بحثونه کیدل له همدې امله خبریالان غونډې ته نه دي پریښودل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د خبریالانو د فعالیتونو په اړه وروستي راپور کې راغلي و چې حکومتي چارواکي ورسره د مرکو، او نظر اخیستلو پر وخت بد چلند کوي .
راپور کې راغلي و چې حکومتي چارواکي یا د مشهورو رسنیو پوښتنې ځوابوي یا هم دښځینه خبریالانو.
دیادونې وړ ده چې سربیره پر دې بیا هم خبریالان د ښکیلو غاړو خبرونه په بې طرفانه توګه نه نشروي چې اوس یې تر ډیره د عام ولس ملاتړ له لاسه ورکړی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button