کابل ټکی کام ۰۸لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کابل ولایت کلکانو نومې ولسوالۍ کې د نفتي توکو د تولید فابریکې فعالیت پیل کړ چې له زړو ټایرونو څخه پټرول تولیدوي.
د فابریکې مسئولین وايي چې پر دغه فابریکه باندې یې یو میلیون ډالر مصرف کړي دي.
د فابریکې مشر د خپلې فابریکې په اړه وایي چې په ورځ کې له زړو ټایرونو څخه درې ټنه تېل تولیدولی شي.
دی وایي چې له دې تېلو څخه به په تولیدي کارخانو او له یو شمېر نورو محصولاتو به یې د سړک په جوړولو کې ګټه واخېستل شي.
همدا راز د فابریکې مشر له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دوی د پورونو د ورکړې په برخه کې اسانتیا را منځته کړي، او تر څو خپلو کارونه د پراختیا په لور بوځي.
د فابریکې مشر همدا شان ویلي دي چې حکومت باید له صنعتکارانو سره د کړیو ژمنو پوروالی او پرې عمل وکړي، او هغوی ته د پانګونې په برخه کې لازمي اسانتیاوې را منځته کړي.
د فابریکې مشر دا هم وویل چې د فابریکې په جوړېدو سره یې ۴۰۰کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
له بلې خوا د فابریکې د پرانیستونې په مراسمو کې د ولسمشر سلاکار شمیم کټوازي وویل چې حکومت به په نورو ولایتنونو کې هم ځوانانو ته د پانګونې زمینه برابره کړي.
















