امريکا: واورو او د هوا خرابۍ ۷ تنه وژلي

کابل ټکی کام ۰۸لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

د امريکا په کنسانس ايالت کې د هوا د خرابۍ او واورو له کبله ۴ پېښې رامنځته شوې دي، چې له امله يې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي.

ځایي سرچينې وايي، چې لا هم د واورې توپانونه روان دي، چې له امله يې شايد حالات لا خطرناک شي.

د سرچينو په وينا بادونو، واورو او بارانونو د دې هېواد ځنې برخو کې ستر زيانونه اړولي، چې له امله يې د امريکا د متحده ايالاتو په زړه کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي.

په سيمه کې د هوا پېژندنې ادارې وايي، چې د حرارت درجې ډېر يخوالی، بارانون او واورې او خرابې هواګانې به په راتلونکو ورځو کې حالت نور هم ګډوډ کړي، چې شايد له امله يې مرګ ژوبله زياته شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button