ناپېژانده وسله والو په کابل کې د آسیا تلوېزیون مشر په ډزو وژلی

(کابل ټکی کام : ليندۍ ۹ مه ۱۳۹۴ ل)

کابل نه راغلي راپورونه وايي، چې د اسیا په نوم خصوصي تلوېزیون مشر امان الله عطايي تېره شپه د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارتې نو سيمه کې نامعلومو وسلوالو له لوري په مخامخ ډزو وژل شو.

د کابل امنيه قومندانۍ دجنايي جرمونو څانګې مشر مل پاسوال فريدون عبيدي رسنیو ته ويلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال رامنځ ته شوې او دعطايي د وژنې په توريې دوه تنه شکمن کسان نيولي.

عبيدي زیاتوي چې لومړني تحقيقات ښيي د نيول شوو کسانو څخه بريالي رحماني چې د امان الله عطايي باجه او دويم يې اجمل چې دعطايي اوښی دی اودواړه يې دنېشې په حالت کې نيولي دي .

د نوموړي په وينا تراوسه د عطايي د وژنې کره معلومات په لاس نه لري .

افغانستان کې د اسيا خصوصي تلويزيون  نوې خپرونې په یو شمېر ولایتونو کې پیل کړي وې لکه  بلخ، ننګرهار او هرات .

کابل کې  افغان شناند احمد سعيدي باندې بريد او دغه راز امان الله عطايي ترور خلک اندېښمن کړي دي.

یادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې د طالبانو له لوري د یک او طلوع تلویزوني چينلونه په خپل نظامي نقشه کې نيولي وه  .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button