ولسي جرگه: حکومت دې قومي تعصب ته لمن نه وهي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۵ )ولسي جرگې په نننۍ ناسته کې پر اوسني ملي یووالي حکومت تور ولگاوه، چې قومي تعصب ته لمن وهي او قومونه خپلو منځنو کې سره اړوي.
د دې جرگې غړیو وویل، د حکومت له‌خوا قومي تعصب ته لمن وهل د هېواد راتلونکې له‌پاره بدې پایلې لري او باید مخه یې ونیول شي.
په ولسي جرگه کې د ننگرهار استازي ظاهر قدیر وویل، حکومت ځینو کسانو ته دسیسې جوړوي او د حکومت پر دغو کړنو خبر دي.
د ده په خبره، موږ په خپله د وسلو او مهماتو راټولولو او د تورو ښيښو پاکول غواړو؛ ځکه چې موږ د حکومت له‌خوا ځینو کسانو ته د دسیسو له جوړولو خبر شوي یو.
په دغه جرگه کې د غزني استازي علي‌اکبر قاسمي نننۍ ناستې ته وویل، دولتي بنسټونه باید قومي مسئایلو ته لمن ونه وهي، چې دغه ډول کړنې هم د ملت او هم د دولت په زیان تمامېدای شي.
د قاسمي په خبره، ملي امنیت باید ملي وي؛ نه دا چې خلکو ته دسیسې جوړې کړي او خلک په بېلابېلو پلمو بندیان او وځوروي.
ده وویل، که حکومت د روانو بهیرونو په تړاو له توطیو جوړولو لاس وانه خلي؛ پر حکومت به د خلکو شته باور هم له منځه ولاړ شي او خپل شته باور به هم د لاسه ورکړي.
په ولسي جرگه کې د کندهار استازي عبدالرحیم ایوبي وویل، چې په حکومت کې تعصب او قومي تفرقه اچوونه اوج ته رسېدلې او حکومت د دې پرځای چې یې مخه یې ونیسي، دغه بهیرونو ته نوره وده هم ورکوي.
د ایوبي په خبره، په حکومت کې تعصب اوج ته رسېدلی او ملي یووالي ته دروند زیان اوښتی دی.
ده وویل، حکومت د قومونو د یو ځای کېدو له‌پاره د مبارزې مخنیوی کوي او ولسمشر او اجراییه رییس د خلکو ملي یووالی نه غواړي، چې دغه ډول کړنې موږ ته د اندېښنې وړ دي.
ولسي جرگې په داسې حال کې حکومت پر قومي تفرقې اچوولو تورن کړی، چې په تېرو څو میاشتو څو پښتانه کارپوهان حکومت ونیول.
څلور ورځې وړاندې د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم د ملي امنیت ځواکونو له لوري نیول شوی دی، چې تراوسه پرې امنیتي ادارې پټه خوله دي او د نوموړي د نیونې په اړه رسنیو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button