فارياب: جمعه بازار ولسوالۍ کې جګړه روانه ده- درې پوستې طالبانو نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۵) د فارياب ولايت شرين تګاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو په دولتي پوستو د بريدونو په پايله کې درې پوستې نيولي او په جمعه بازار ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ امر سمونوال محمد نعيم وايي، طالبانو په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د جګړې په ترڅ کې دوه پوستې او د بلوچو په نوم سيمه نيولي دي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې دغه بريدونه تاييد کړي، زياتوي په ياده سيمه کې درې پوستې نيولي، د عبدالرحمن په نوم يو قومندان وژل شوی او په زياته اندازه پوځي توکي د دوی لاسته ورغلي دي.

د سيمې يو تن قومي مشر داود وايي، دغه پوستې له تېرو درو مياشتو راهيسې د طالبانو له خوا کلابند وې، خو تېره شپه يې پرې جګړه وکړه د بلوچو سيمه او درې پوستې يې ونيولې.

دغه راز يوې امنيتي سرچينې د فارياب له جمعه بازار ولسوالۍ څخه د نښتو خبر ورکړی.

د سرچينې په وينا، دغه نښتې د تپه قشلاق په سیمه کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ روانې دي.

طالبان وايي، په جګړه کې څلور ټانګونه ويجاړ شوي او عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه په دې اړه د دولت کومې رسمي سرچينې څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button