کابل ټکی کام ۰۸لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د عراق د څارنوالۍ رسمي سرچینو خبر ورکړی دی چې د نوري المالکي د واکمنۍ پر مهال د سوداګرۍ وزیر عبدالفلاح السوداني د مالي فساد په تور په ۷کاله بند محکوم کړی شوی دی.
هغه محاکمین چې د ده محکمه یې په لاس کې ده ویلي دي چې «یوه قضیه یې د تاریخ تېرو چایو واردول دي، او داسې نورې قضیې هم وجود لري چې دی یې په وجه په ۷کاله بند محکوم شوی دی»
الفلاح چې اوس فراري دی، د ده د اولې محکمې سربېره په دویمه محکمه کې هم د بند فیصله وشوه.
د یادونې وړ ده، عراق او افغانستان چې د امریکې تر اشغال لاندې دي ډېری مشران یې د فساد به تور نیول شوي وي خو بېرته بیا هم په ازادانه ډول ګرځي.
















