سعودي فلسطینی ملیاردر صباح المصري نیولی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۶ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د العربي بانک رئیس فلسطینی ملیاردر صباح المصري ریاض ته نږدې د سعودي ځواکونو له خوا نیول شوی.
رویترز خبري اژانس وایي؛ مصري تیره اونۍ داسې مهال نیول شوی چې ټاکل شوې وه نوموړی په ریاض کې د پانگه اچونې د شرکتونو او سوداگرۍ د یوې غونډې مشري وکړي، .

مصري په اردن هیواد کې د لویو مجللو هوټلونو او مشهورو بانکونو مالک هم دی او د سعودي تابعیت هم لري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د سعودي واکمن د شاهي کورنۍ لسګونه غړي په دې تور چې ګواکې فساد یې کړی زندانونو ته اچولي او اوس ترې د خلاصون په بدل کې د خپلو شتمنیو ۷۰ سلنه ونډ ورکول غواړي.
ویل کیږي چې له نیول شوي شهزادګانو څخه د امریکا امنیتي شرکت بلکواټر ځواکونه تحقیقات کوي او په دې لړ کې هغوی سخت شکنجه شوي هم دي.
د نیول شویو له ډلې څخه د سعودي مشهور ملیاردر ولید بن طلال د پیسو له ورکړې انکار کړی او د علني محکمې غوښتنه یې کړې خو د سعودي ولیعهد چې پر نوموړي کوم معلوم تور نه لري د نوموړي له علني محاکمې ویره لري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button