د نيټ نه لرلو پر مهال د هر ډول (آی ډي) بندول يا log out کول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۶) که تاسې خپل مبايل پلورۍ او يا يې بل چاته ورکوۍ، خو په هغې کې ستاسې د فسبوک، واټساپ، وايبر يا نور ادرسونه خلاص وي او تاسې په مبايل کې انټرنيټ نه لرۍ نو څنګه کولی شو دغه اکاونټونه بغير له انټرنيټه بند کړو.
که انټرنيټ ونه لرۍ او تاسې غواړۍ چې خپل ادرس بند کړۍ، خو هغه نه بنديږي ستاسې څخه به د انټرنيټ د بنډل فعالولو غوښتنه کېږي، څو وکولای شۍ چې خپل اکاونټونه بند کړۍ.
په دې کې تاسې ته داسې تګلاره ښودل کېږي، چې بغير له انټرنيټه په خپل مبايل کې د فسبوک، مسنجر، ټويټر، واټساپ، وايبر، سکايپ …. ادرسونه غير فعال کولی شۍ.
طريقه: د مبايل ډاټا مو بنده کړۍ، د مبايل سيټينګ (settings) ته به ولاړ شۍ، دلته بايد یادونه وکړم، چې د هر مبايل يا ماډل سيټينګ بدل وي، خو تاسې به د اپلکيشن منيجر (application manager ) پيدا کړۍ په هغې به کلک وکړۍ، تاسې ته به ټول هغه ادرسونه ښکاره شي چې تاسې يې په خپل مبايل کې کاروۍ.
له دې وروسته چې هر ادرس تاسې غير فعالولو يا لاګ اوټ (log out) کول غواړۍ په هغې به کلک کړۍ، تاسې ته به يوه بله صفحه خلاصه شي، لومړی به په (CLEAR DATA) کليک کړۍ OK به يې کړۍ، بيا به (FERCE STOP) باندې کليک کړۍ OK به يې کړۍ.
په دې سره به ستاسې هغه ادرس که فسبوک، واټساپ يا …. وي بغير له انټرنيټ څخه Log Out کېږي يا بندېږي.



