که غواړئ چې زړه مو سکته ونه کړي د ماهي خوراک مه هیروئ

 

(کابل ټکی کام۱۳۹۶ لیندۍ ۲۶ فرید افغان)

یوې څیړنې ښودلې چې د ماهیانو دوامداره خوراک د زړه د ودریدو(سکتې) مخنیوی کوي.
څیړنه چې د سویډن د کارولینسکا پوهنتون تر سره کړې ښیي چې، هغه څوک چې په اونیزه توګه د ماهیانو خوراک کوي دهغو په پرتله چې هیڅ ماهیان نه خوري د زړه د ودریدو امکان ۱۲ سلنه کم ښودل شوی.
څیړونکي وایي چې په ماهي کې د ‹‹ اومیګا۳›› په نامه پروتيني ماده په زياته اندازه موندل کيږي چې د زړه د سکتې لاملونه تر ډيره له منځه وړي،
د اومیګا۳ دغه ماده همداراز د وينې پر فشار او پر کولسترول باندې هم مثبت اغیز ښندي.
د څیړونکو ډلې ویلي چې په اونۍ کې دوه یا درې ځله د ماهیانو خوراک نورې ګټې هم لري چې د زړه د ضربان د مخنیوي او همداراز د ویتامینونو په درلودلو سره انسان د روغې سټې څخه برخمن کوي.
څیړنې ښیي چې په دوامداره توګه د ماهي خوراک او همداراز د سپورت کول هغه څه دي چې د زړه ټکانونه په یو مخیزه توګه له منځه وړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button