کوټه: په کلیسا برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۶ فرید افغان)

راپورونه وایي چې څلورو بریدګرو د کوټې ښار اړوند د امداد چوک پر زرغون سړک کې د عیسویانو په یوه کلیسا سرتیري برید کړی، چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي رسنیو ته ویلي، چې یوه سرتیري برید ګر د ځایي عیسویانو په مرکز داسې مهال برید ترسره کړی چې په یاده کلیسا کې د کریسمس مراسمو ته تیاری روان و
د نوموړي به خبره؛ په برید کې د دوه ښځو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ تنه ټپیان دي.
د بلوچستان د پولیسو مشر معظم انصاري رسنیو ته ویلي چې د برید پر مهال په یاده کلیسا کې ۴۰۰ تنه موجود و.
د پولیسو مشر ویلي، د هرې یکشنبې په ورځ دځایي عیسویانو دځانګړو مراسمو لمانځلو ته دوی سخت امنیتي تدابیر نیولي وي

مربوطه مطالب

Back to top button