کندهار کې پر بهرنيو ځواکونو سرتيری برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۶) د کندهار ښار اړوند د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ښور اندام سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو سرتيری برید شوی.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په بهرنيو عسکرو سرتيری بريد تاييدوي وايي، هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
سيمه ييزو خبري سرچينو ويلي، سيمه د بهرنيو ځواکونو له لوري کلابند شوې او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
عيني شاهدان وايي، په بريد کې بهرنيو ځواکونو ته تلفات اوښتي خو د دقيقې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه شته.
تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې په کندهار کې په بهرنيو ځواکونو د سرتيرو بريدونو مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی، خو تر دې دمه د دې بريد په اړه کومې ډلې څه نه دي ويلي.



