نی: افغان چارواکي له خبريالانو سره غير انساني چلند کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۶) د ازادو رسنيو د بنسټ (نی) مشر وايي، په افغانستان کې له خبريالانو سره د چارواکو له لوري ناوړه او نامسلکي چلند کېږي.

د دغه بنسټ اجرائيوي رییس مجيب خلوتګر دغه څرګندونې په کابل کې د خبريالانو او رسنيو د وضعيت ارزونې په يوه غونډه کې وکړې.

هغه وويل، په هېواد کې د ډيری خبريالانو ازادي سلب شوې، هغوی د چارواکو او هغه چا له لوري په وسلو ګواښل شوي چې په حکومت کې دندې لري.

د خلوتګر په خبره، په دې وروستيو کې ډیری خبريالان تهديد شوي، د ملي امنيت ادارو له لوري کوټه قلفي شوي، د دندې پر مهال ورته سپکې سپورې ويل شوي او آن چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون په کوټو کې هم اچول شوي دي.

د خورشېد تلوېزيون خبريال اميد دولت زی وايي، تېره ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له لوري په دې هدف دوه ساعته بندي کړل شو او ووهل شو، چې په خبره يې د دغه کمېسيون چارواکو ورته ويل په دغه اداره کې د فساد اړوند راپور به نه خپروي.

د نی بنسټ مشر له حکومت نه غوښتنه وکړه، چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دغه غير قانوني چلند په تړاو د انتخاباتو کمېسيون د سرپرستې وسيمې بادغيسي او هغو چارواکو دندې وځنډوي چې خبريالان يې تهديد کړي، وهلي او بنديان کړي دي.

تر دې مخکې هم د چارواکو له لوري له خبريالانو سره ورته ډول چلند شوی، وهل شوي، بنديان شوي او آن په مرګ هم ګواښل شوي دي.

خو د اجرائيه رياست د وياند مرستيال جاويد فيصل وايي، حکومت له خبريالانو سره په شريکه يوه کمېټه جوړه کړې او په وينا يې له خبريالانو سره د چارواکو له لوري دغه ډول چلند به په جدي ډول وڅېړي، څو په راتلونکي کې له خبريالانو سره د ورته کړنو مخنيوی وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button