امریکا د امنیت په شورا کې د قدس په هکله جوړه شوې مسوده ویتو کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۷ فرید افغان)

تیره ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکایي استازي هغه مسوده چې په کې د بیت المقدس پر وړاندې د امریکا پریکړه ناقانونه بلل شوې وه رد کړه.
په مسوده کې چې د مصر له خوا وړاندې شوه، راغلي و، د قدس پر وړاندې د امریکا شوې پریکړه هیڅ قانوني اصل نه لري او باید لغوه شي.
یادې مسودې ته د امنیت شورا ۱۴ دایمي او غیر دایمي غړو مثبته رایه ورکړه.
د مصر دایمي استازي عمرو عبداللطيف عبدالعطا د دې مسودې په ارزښت خبرې وکړې اوهغه یې په منځني ختیځ کې کړکیچ ته دپای ایښودلو په توګه یاد کړ.
د انګلستان استازي وویل؛ د دوی سفارتخانه به د تل لپاره په تلابیب کې وي او داسې هیڅ پلان نلري چې د امریکا په تګلوري دې پل کیږدي.
د امریکا استازې نیکي هیلي بیا پرخپل دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې امریکانه غواړي خپله پرېکړه بیرته واخلي.
اټکل کیږي د ا مسووده د دوهم او دریم ځل رای اچونې په خاطر د ملګرو ملتونو عمومي دفتر ته هم واستول شي.
ترکیې او ایران د امریکا په ویتو سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې چې امریکا یوځل بیا وښووده چې خپله بې طرفي یې له لاسه ورکړې.
ایران ویلي امریکا په منځني ختیځ کې د نور کړکیچ زیاتولو ته تږی ده او غواړي د قدس په اشغال سره نور هم پرمختګ وکړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button