واشنګټن: اورګاډی له پټلۍ اوښتی شپږ تنه وژل شوي- لسګونه نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۸) د امريکا د واشنګټن په ايالات کې يو اورګاډی له پټلۍ اوښتي او له سلو زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
پېښه د ځايي وخت سهار مهال د څلور بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
د واشنګټن د بهرنيو چارو وياند بروک بووا وايي، په دغه اورګاډي کې ټول څوارلس واګونه ويجاړ شوي دي.
نوموړی وايي، په پېښه کې پنځه موټر هم زيانمن شوي دي.
د لومړنيو مالوماتو له مخې، ځايي رسنيو د سل کسانو د ټپي کېدو او شپږو نورو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
روغتيايي مسئولين وايي، د پېښې له ځای څخه سل کسان روغتونونو ته وروړل شوي چې د څلور کسانو حالت ښه نه دی.
تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خود ټرانسپورت چارواکو ويلي، د شل کسانو يوه ډله يې د پېښې ځای ته د څېړنو لپاره استولې ده.



