فارياب: د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتو مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۸) د فارياب ولايت امنيتي مسئولين وايي، د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فارياب د پوليسو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو د بلچراغ ولسوالۍ په چرمګري سيمه کې په امنيتي پوستو بريدونه کړي، په ترڅ کې يې درې طالبان، يو سيمه ييز پوليس وژل شوی، يو پوليس او شپږ  طالبان  ټپيان دي.

خو د سيمه ييزو پوليسو قوماندان غفور پهلوان وايي، د جګړې پر مهال يې د دوو سرګروپانو په شمول پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي، درې نور ټپيان دي او دوه طالبانو ژوندي له ځان سره وړي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، د دوه ساعته جګړې په پايله کې په بلچراغ ولسوالۍ کې شپږ اربکيان وژل شوي درې ټپيان دي او دوه نور يې د بنديانو په توګه نيولي دي.

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، له سيمه ييزو پوليسو يې شپږ ميله وسلې، دوه موټرسيکلونه او په زياته اندازه مهمات هم نيولي او طالبانو ته هيڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.

په عين حال کې د دغه ولايت د خواجه زبزپوش ولسوالۍ څخه هم د نښتو راپورونه ورکول شوي.

ويل کېږي، په جګړه کې يو پوليس وژل شوی او د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ د نښتو له کبله د ميمنې ښار، د خواجه زبزپوش ولسوالۍ، شيرين تګاب او دولت اباد ولسواليو د برېښنا لينونه پرې شوي دي.

له بله پلوه امنيتي سرچينو ويلي، چې طالبانو تېره ورځ له غرمې وروسته د دوستم ځانګړي استازي نظام الدين قيصاري ته د قيصار ولسوالۍ څخه د بېرته تګ پر حال کمين ورکړی دی.

قيصاري وايي، له طالبانو سره يې جګړه کړې زياتوي په نښتو کې څلور طالبان او د ده يو تن ساتونکی وژل شوي دي.

تر اوسه پر قيصاري د بريد په تړاو طالبانو څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button