د جمعیت ګوند: عطانور دبلخ والي دی،حکومت دې دروغجن اعلانات نه خپروي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۷ فرید افغان)

د جمعیت ګوند د تیرې ورځې د اعلامیې په تعقیب چې د ارګ پریکړه یې عاجلانه اود ملي ثبات پرضد ګام بللی و او ویلي یې و، چې خپله رسمي اعلامیه به د ګوند د رئیس صلاح الدین رباني تر راتګ وروسته ابلاغوي، څو شیبې وړاندې رسما نشر کړه.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې جمعیت ګوند د حکومت له پاره له ۲۰۰۱ څخه را په دیخوا لویې لاسته راوړنې درلودلې او د نور د استعفا د اعلان پړه په ارګ کې د واکمنو ځینو کړیو په غاړه اچول شوې.

په اعلامیه کې د عطانور د استعفا ورکول منل شوي خو په دې شرط چې دوی به په حکومت کې کامله واکمني لري.
د اعلامیې ترمخه؛ حکومت خپله ژمنه پوره نه کړه نو د جمعیت سرتاسري ګوند هم د حکومت له کړنو بیزاري ښوودلې.

د جمعیت ګوند د عطانور د استعفا اعلان دروغ بللی او کاملا یې رد کړی دی.
او ګواښ یې کړی چې د نور په هکله د هرې پریکړې پر وړاندې مقاومت ته تیار دي.
جمعیت اسلامي د بلخ د والي په اړه د ارګ د تیرې ورځې نشر شوې اعلامیه په کلکو ټکو غندلې او له حکومت څخه یې غوښتي چېچې د اعلامیې د نشر عاملین دې عدلي ارګانونو ته وسپاري.

د اعلامیې تر مخه؛ دجمعیت ګوند په افغانستان کې بیسارې قرباني ورکړې او د نورو قربانیو د ورکړې تحمل نه لري، نو که د جمعیت د ګوند د مشرانو د لرې کولو لړۍ همداسې دوام وکړ په ټولو ممکنه لارو چارو به غور وکړي.

جمعیت ګوند د تیر په څیر ارګ په قوم پالنه او انحصارګرایي تورن کړی او ویلي یې دي چې له نړیوالو څخه په غوښتنې او د داخلي ملګرو سره په همغږي هڅه کوو هغه څیرې چې انحصار ته لمن وهي له واک څخه لرې شي.
د جمعیت ګوند رهبري له خپلو کسانو غوښتي چې دوی وضعیت له نږدې څاري نو بنا د کږم ناوړه اقدام هڅه دې نه کوي.
جمعیت ګوند ګواښ کړی چې که په ارګ کې ناستو واکمنانو خپله پریکړه بیرته وانه خیسته دوی به په شمال (کوهدامن، پروان، پنجشیر او کاپیسا)کې لویې غونډې را وبولي .
همداراز به په ختیځو ولایاتو او په لوی کندهار کې خپل کسانو ته د تیارسۍ حکم وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button