روان کال په غور ولايت کې د انساني قاچاق ۴۵ پېښې ثبت شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۸) د غور ولايت د عدليې رييس عبدالجار راجي وايي، په دغه ولايت کې د انساني قاچاق پېښې د بل هر کال په پرتله ډېرې شوي دي.

نوموړي چې د دغه ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د “انساني قاچاق په اړه عامه پوهاوي” تر نوم لاندې يوې غونډې ته د وينا پر مهال اندېښنه څرګنده کړه، چې په دغه ولايت کې انساني قاچاق مخ پر پراخېدو او په دې برخه کې يې دولت په ناغيړۍ تورن کړ.

هغه وويل، که څه هم دغه ډول قضيې د قومي مشرانو او سيمه ييزو خلکو له لوري حل کېږي خو په وينا يې په دې اړوند د غور ولايتي چارواکي او امنيه قوماندانۍ د قاچاق کوونکو له منګولو د ژغورنې په برخه کې کومه لاسته راوړنه نه لري.

په دې وروستيو کې په هېواد کې د انساني قاچاق او انسان تښتونې، د پيسو په بدل کې د خلکو تښتولو پېښې زياتې شوي، چې ډيری هېوادوال يې اندېښمن کړي او يو شمېر سوداګر وايي چې دغې مسلې يې په کاروبار اثر غورځولی او اوس له هېواده د خپلو سرمايو د ويستلو لارې لټوي.

څه موده مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکو وويل: په هېواد کې د وروستيو انسان تښتونو پېښو سوداګر دې ته مجبوره کړي، چې له خپلو پانګو سره له هېواده تېښته وکړي.

د سوداګرۍ خونې د مالوماتو له مخې، په ډېری ځايونو کې سوداګر د انسان تښتونکو له لوري امنیتي پوستو ته څېرمه تښتول شوي دي.

د پوځي کارپوهانو په باور ډیری وخت د انسان تښتونو او قاچاق کې لوړ پوړي چارواکي او ځينې امنيتې ادارې ښکېلې دي، چې د هغوی په ملاتړ  او مرسته دغه کارونه پر مخ وړي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کابل په پلچرخي زندان کې پنځه تنه د انسان تښتونې په جرم اعدام شول، چې د دغو پنځو تنو له ډلې يو يې د هرات د ولايتي شورا پخوانی غړی حاجي عسکر انوري و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button