مشرانو جرګې د زندانونوعمومي مسؤل او د لویې څارنوالۍ مرستیال استجواب کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۸ فرید افغان)
تیره ورځ مشرانو جرګې د هیواد د زندانونو او محابسو عمومي مسؤل عبدالعلیم کوهستانی او د لویې څارنوالۍ مرستیال عبدالفتاح عزیزي استجواب کړل.
د زندانونو مسؤل په هیواد کې د زندانیانو د شمیر، هغوی ته دصحي خدماتو د برابرولو په اړه وپوښتل شو.
بل پلو د لویې څارنوالۍ له مرستیال عبدالفتاح عزیزي څخه د هغو بندیانو چې په اعدام محکوم دي اړوند پوښتنې وشوې، همداراز پر بندیانو د ظلم او شکنجې او د هغوی په اړوند چې مودې یې پوره شوې توضیحات وغوښتل شول.
د زندانونو مسؤل په خپلو خبرو کې وویل؛ په ټول هیواد کې 30554 زندانیان دي چې له ډلې یې ۹۳۸ تنه ښځې او ۳۰۹ ماشومان دي.
نوموړي زیاته کړه د زندانیانو له ډلې یې ۲۳۸ تنه خارجي اتباع هم په مختلفو جرمونو نیول شوي دي.
کوهستاني وویل؛ پلچرخي د ۵۰۰۰ زندانیانو د ځایولو وړتیا لري خو یواځې همدلته تر ۱۰ زرو ډیر زندانیان استوګن لري.
د زندانونو مسؤل د هغو زندانیانو د اعتصاب په اړه چې د حبس د مودې دپوره کیدو سربیره د نه خوشې کیدو اړوند یې کړی و ، یا هم د صحي خدماتو د نشتون او یاهم د نورو جدي ستونزو له کبله یې کړی و، وویل؛ ‹‹هغوی یواځې د ولایتي زندانونو ته د انتقال او یو شمیر غیرقانوني غوښتنو له امله اعتصاب کړی و ›› هغه څه چې د ډیرو ته دمنلو وړ نه و.
کوهستاني؛ د سالمو صحي خدماتو د نشتون موضوع هم ومنله او په دې برخه کې یې د روغتیا وزارت او د کورنیو چارو د صحت برخه ملامت وبلل او په وینا یې چې هغوی په لوی لاس بندیانو ته د صحي لوازمو د استولو مخنیوی کوي.
نوموړي د بندیانو لپاره د یوه ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو ژمنه هم ورکړه چې په وینایې له ولسمشر څخه یې امر اخیستی دی خو داچې یاده ژمنه به کله پوره شي په اړه یې څه ونه ویل
.بل پلو د لویې څارنوالۍ مرستیال عبدالفتاح عزیزي وویل چې د افغانستان په ټولو محابسو کې شاوخوا ۷۵۰ تنه په اعدام محکوم دي، چې په خبره یې د زیات غور او دقت په خاطر لا هم بې سرنوشته پراته دي .
نوموړي هغه راپورونه هم ردکړل چې ګواکې د افغانستان په زندانونو کې شکنجې روانې دي او زیاته یې کړه چې موږ تر اوسه هم داسې قضیه نه ده ثبت کړې چې وښیي په کوم زندان کې دې بندي شکنجه شوی وي.
سربیره پر دې چې په ځلونو په ټولنیزو رسنیو کې د بندیانو د شکنجه کولو انځورونه لاس په لاس لاس شول او د سناتورانو یوې ډلې هم چې د بګرام، پلچرخي له بندیانو سره یې خواله کړې وه ویلي وه چې په بندخونو کې لوی وحشت روان دی خو د څارنوالۍ رئیس بیا په ټولو سترګې پټې کړې او د بندیانو له شکنجه کولو یې انکار وکړ.
نوموړي د هغو زندانیانو په هکله چې مودې یې پوره دي او کلونه کیږي چې بې سرنوشته پراته دي وویل؛ ‹‹بې له هغو زندانیانو چې په بله کومه قضیه کې ښکیل نه وي سمدلاسه خوشې کیږي ›› خو زندانیان بیا دا خبر ردوي او وایي چې په هیڅ کومه قضیه کې ښکیل نه دي خو حکومت یې په لوی لاس مودې غځوي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت د سناتورانو یوې ډلې له پلچرخي او بګرام زندان څخه لیدنه کړې وه او د زندانیانو په شکنجې سربیره د هغوی په بدوضعیت کې شپې تیرول او د هغوی دوسیو ته نه پاملرنه کول هغه څه و، چې ولسي جرګې یې په هکله حکومت په بې پروایي تورن کړی و .



