سعودي یوځل بیا له قطر سره نښلیدونکې لار ‹‹سلوی›› وتړله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لیندۍ۲۸ فرید افغان)
دا لار چې سعودي او قطر سره د ځمکې له لارې وصل کوي د لومړي ځل لپاره د جون په ۱۹ هغه مهال بنده شوه کله چې د قطر او سعودي تر منځ جنجال را وپنځیده خو د روان کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا سعودي د قطري حاجیانو د ورتګ په په خاطر پرانیسته چې تر اوسه هم خلاصه وه او د بیړنیو کارونو پر مهال ترې دواړو لوریو ګټه اخیستله، چې بالاخره تیره ورځ یوځل بیا سعودي عربستان دا لاره د تل لپاره وتړله .
سعودي عربستان په دې اړوند تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي.
قطر یواځې له سعودي سره د ځمکې لار لري او اتباع یې مجبور دي چې نورو هیوادونو ته د هوا یا سمندر له لارې لاړشي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال د جون په ۵ نیټه څلورو عرب هیوادونو( سعودي، امارات، بحرین ا و مصر ) له قطر سره په ټولیز ډول اړیکې پرې کړې.
سعودي پلان درلود چې پر قطر به نظامي برید وکړي خو دوحې ته د ترکیې د نظامي ځواک په رسیدلو سره ریاض دا جرئت ونه کړ.
باید وویل شي چې کویټ اوترکیې څو ځله هڅه کړې چې دا کړکیچ د خبرو له لارې هوار کړي خو سعودي ورته تر اوسه غاړه نه ده ایښې.
سعودي پر قطر تور لګوي چې له ایران سره اړیکې لري او په فلسطین کې حماس او مصر کې د اخوان المسلمین ډله تمویلوي خو قطر بیا دا هرڅه ردوي او له ایران سره د اړیکو پیاوړتیا د کوم هیواد په خطر نه بولي.
د منځنی ختیځ د کارپوهانو په اند؛ سعودي غواړي د عرب امپراطوري رهبري په غاړه واخلي خو قطر او ځینې هیوادونه یې په مخ کې خنډ دي.
اوسمهال سعودي له قطر سره ټولې سیاسي، اقتصادي، او هر اړخیزې اړیکې پرې کړې او په بدل کې یې له اسرایلو سره اړیکې رغولې .
قطر هڅه کوي له ترکیې هند، روسیې او فرانسې سره د هوایي ترانزیټ له لارې سوداګرۍ پیاوړې کړي.



