ولسي جرګې په محابسو کې د شکنجې د مخنیوي قانون تصویب کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ جدي ۲ فرید افغان)

ولسي جرګې په ننۍ غونډه د ولسمشر غني هغه فرمان رایو په اکثریت سره تصویب کړ، چې په محابسو او توقیف خانو کې د بندیانو د شکنجې د مخنیوي په موخه طرحه شوی دی.
یاد قانون ته د ولسي جرګې عدلي او قضایي کمیسیون له خوا د یو شمیر مادو له تعدیل وروسته رایه ورکړل شوه.
د ولسي جرګې د عدلي کمېسیون مشر سید محمد حسن شریفي بلخابي هیله وښوده ، چې د یادقانون په تطبیق کیدل به د شکنجو په مخنیوي کې اغیزمن تمام شي.
ولسي جرګه داسې مهال یاد قانون تصویبوي چې نن هم د پلچرخي په زندان کې زندانیانو احتساب کړی و.
زندانیانو د زندان د مشر په ناسم مدیریت، تعصب او بې کفایتي تورنولو.
د پلچرخي د لسم بلاک زندانیانو همداراز ویل چې؛ په دې بلاک کې تر ۹۰ ډیرو بندیانو ته یو تشناب ورکړل شوی چې د ضرورت په وخت کې ترې ګټه اخیستل خورا ستونزمن کار وي.
د دې بلاک زندانیان همداراز د بریښنا له نشتون څخه هم شکایت کوي او وایي چې په ۲۴ ساعتونو کې ورته ایله یو ساعت بریښنا ورکول کیږي.
زندانیانو ویلي؛ تر هغو چې یې ستونزې حل نه شي خپل احتساب ته به ادامه ورکړي.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د مشرانو جرګې غړو ویلي و، چې د ملي شورا غړی او د کابل د خلکو استازی ملاتره خیل محمدي د پلچرخي زندان ته د خوراکي توکو د لیږد قرارداد په غاړه لري چې له ډیر وخت راهیسې ورته خرابه غوښه او ناکاره خوراکي مواد رسوي.
د زندان مسؤلین وایي چې د دې زورواکي په مقابل کې خپل غږ نه شي پورته کولی نو له همدې کبله یې د مشرانو جرګې له ورغلي پلاوي غوښتي و ترڅو د دې ستونزې دحل په خاطر ورسره مرسته وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button