مدني فعالان: غربیان د فکري او فرهنګي یرغل په موخه راغلي

(کابل ټکی کام۱۳۹۶ لیندۍ ۲ جدي فرید افغن)

نن د کابل د تبیان په علمي او څیړنیز مرکز کې یو شمیر مدني، فعالانو، محصلینو او پوهانو د امریکا د فکري، فرهنګي یرغل په اړه اندیښنه وښودله.
په غونډه کې وویل شول چې لویدیځه نړۍ په ټول توان سره هڅه کوي چې افغان ملت په عقیدوي، فکري او فرهنګي لحاظ سره وځپي او خپل فکر او فرهنګ پر دې خاوره کې پیاده او عملي کړي .
دحقوقو پوهنځي محصل سید مجتبی هاشمي وویل؛ د لویدیځوالو فکري جګړه چې د امریکا په مشرۍ ترسره کیږي ټولې نړۍ په ځانګړي توګه افغانستان ته لوی خطر دی.

د نوموړي په خبره د افغانستان له روان بحران څخه په استفادې لویدیځ په ټول توان سره هڅه کوي تر څو له هر پلوه دلته خپل فرهنګ او فکر ترویج کړي.
مجتبا زیاته کړه؛ چې د افغان وګړو پر دیني امورو کې ټینګې عقیدې او د هغوی قوي عزمونو افغانان تر ډیره له فکري اشغال څخه ژغورلي دي.
نوموړي د افغانستان له علماؤ، قومي متنفذینو وغوښتل چې د فکري سیلۍ د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
یو شمیر نورو فعالانو بیا څرګنده کړه چې بهرنیانو د فکري او فرهنګي اشغال د موثریت پخاطر سلګونو رسنۍ او ګڼ نور تبلیغاتي پروګرامونه فعال ساتلي، چې د نړیوالو د څو کلن پوځي حضور نتیجه دا شوه چې اوس یې فرهنګي میراث افغانان مخته وړي چې دا دنړیوالو لوی ارمان و او دی.
د محصلینو له ډلې خدای رحیم جویا د افغان غږ اوا خبریال ته وویل؛ چې د نړیوالو فرهنګي او عقیدوي جګړه دومره مؤثره ده چې که مخه یې ونه نیول شي سختې ستونزې به رامنځته کړي.
نوموړي د مبتذلو فاحشو سریالونو نشرول او ورته نورې رسنیزې او تبلیغاتي هڅې د نړیوالو تر ټولو پیچلې جګړه وبلله چې په وینا یې د مسلمان ملت په عقاید او افکارو د ملنډې وهلو په معنا دي.
‹‹امریکا دعقیدوي جګړې په موخه راغلې هغوی ته کوم مادیات مهم نه دي››
دا لومړی ځل نه دی چې مدني فعالان په رسنیزو بانډونو او د لویدیځوالو په شومو اهدافو د یوې غونډې په ترڅ کې نیوکې کوي، بلکې په تیر کې هم په ځلونو ورته اعتراضي غونډې شوې دي .
په تیر کې د داسې غونډو یو شمیر ګډونوالو ویلي و، چې که دوی مخامخ پر امریکا او غربي نړۍ نیوکې کوي نو د افغانستان د ملي امنیت اداره ورته ګواښونه کوي او آن تر زندانونو یې رسوي.
باید وویل شي چې؛ په رسنیو اوس دخلکو باور هم تر ډیره رالویدلی او هغه اغیزناک رول چې په تیر کې یې درلود اوس د بې پرې توب د نشتون له کبله له لاسه ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button