جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د زړونو پاچا، رجب طیب اردوغان څوک دی؟

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جون 24, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
48
ځلې شریک شوی
225
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خوشال درانی

د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان (Recep Tayyip Erdoğan) په ۱۹۵۴ ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه د ترکیې د استانبول په ښار کې زېږېدلی.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

له ۲۰۰۳ ز کال د مارچ د ۱۴ مې څخه راپدې خوا د ترکیې د لومړي وزیر په توگه او اوس د ترکیې د ولسمشر په توگه دنده اجراء کوي.

اردوغان په کال ۱۳۹۳ل کې په ترکیه کې د ازادو ټولټاکنو له لارې په غوڅ اکثریت سره ټاکنې وگټلې او د پنځو کلونو لپاره د ترکیې ولسمشر وټاکل شو.

د رجب طیب اردوغان لنډه پېژندنه

نوم : رجب طیب اردوغان

زوکړه : ۱۹۵۴ / فبروري/۲۶مه

ملیت : ترک

د زوکړې ځای: قاسم پاشا، استانبول

گوند : د حق او عدالت د گوند مشر

دین : اسلام /سني

د زده کړې ځای : د مرمره پوهنتون

کوچنیتوب

رجب طیب اردوغان

اردوغان په استانبول کې زېږدلی او اصلاً گُرجي کډوال دی. نوموړي دغه خبره په ۲۰۰۴ زکال کې گرجستان ته په یوه سفر کې وکړه.

ده د امام خطیب په مدرسه کې زده کړې کړي او وروسته یې د اقتصاد پوهنځی د مرمرې په پوهنتون کې ولوست.

د پوهنتون له فراغت وروسته د استانبول په ښار کې د حمل و نقل په اداره کې په کار بوخت شو، خو په ۱۹۸۰ زکال کې د خپلې ادارې له رییس سره د بریت خريیلو په سر وران شو او دغه دنده یې پرېښوده. د ادارې مشر ترې غوښتي وو، چې د ده بریت وخریي، خو اردوغان نه وه منلې، چې له امله یې له دندې هم ګوښه کړ.

شخصي ژوند

اردوغان د جولای په ۴مه د ۱۹۷۸ زکال له امینه اردوغان سره واده وکړ او اوس مهال څلور اولادونه لري، چې دوه یې لوڼې او دوه زامن دي. رجب طیب اردوغان د ترکیې له ګوته په شمېرو سیاستوالو څخه ګڼل کېږي، چې له ترکي ژبې پرته په نورو ژبې خبرې نه شي کولای.

د سیاست ډګر ته راتگ

Image result for erdogan

کله چې اردوغان په ۱۹۷۰ زکال کې د حمل نقل په شرکت کې په دنده بوخت شو، د نجم الدین اربکان له ګوند سره یو ځای شو.

په ۱۹۷۰ زکال کې ترکیه د کیڼ اړخو او ښي اړخو ګوندونو په کشمکش کې وه، چې په ۱۹۸۰ زکال کې په ترکیه کې کودتا وشوه او د نجم الدین اربکان ګوند هم منحل شو.

له کودتا وروسته اردوغان هم له حمل نقل شرکت سره دنده پرېښوده او په یوه خصوصي شرکت کې پر دنده بوخت شو او په ۱۹۸۲ زکال کې یې د عسکرۍ دوره هم ترسره کړه.

په ۱۹۸۳ زکال کې د نجم الدین اربکان ګوند بیا فعاله شو او ددغه ګوند نوم د ( د ملي حقپالنې ) پر ځای د (ازادۍ) په نامه جوړشو او اردوغان هم د دغه ګوند غړیتوب ترلاسه کړ.

اردوغان د (ازادۍ) ګوند له لوري له ۱۹۸۰ ز نه تر ۱۹۹۱ زکال څو ځلې په پارلماني ټاکنو کې برخه واخېسته، خو هر ځل یې په کافي اندازه رایې ترلاسه نه شوې کړای.

په ۱۹۹۱ زکال کې اردوغان د (ازادۍ) ګوند له لوري د استانبول له ولایت څخه کاندید شو او په دغه کال کې یې پارلمان ته لاره پیداکړه او په غوڅ اکثریت سره یې رایې وګټلې.

ښاروال اردوغان (۱۹۹۴ز)

اردوغان په ۱۹۹۴ زکال کې د استانبول ښاروال شو. نوموړي په همدغه وخت کې ډېر محبوبیت پیدا کړ او د استانبول د ښار د پراختیا لپاره یې ډېر کارونه ترسره کړل.

کله چې اردوغان د استانبول ښاروال و، د ده ځینو ویناوو د ده د فکر ملګري خوابدي کړل. اردوغان ویلي وو، هېڅوک نه‌شي کولی چې د نوي زېږدیز کال د نمانځې مخنیوی وکړي او هم یې د ښځو ــ سړیو ته او سړیو له لوري ښځو ته د لاس ورکول یو منل شوی او ټولنیز دود وباله. د نوموړي دغه خبرو د ده فکر او ګوند ملګري خفه کړل.

پر قاضي د اردوغان نیوکه

کله چې اردوغان په ۱۹۸۹ زکال کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې ماتې وخوړه، نوموړي محکمې ته شکایت وکړ او د اردوغان دغه شکایت بې بنسټه وباله. اردوغان قاضي ته وویل« تاسې حق نه لرئ، چې په بې پروایئ او بې څېړنې حکم وکړئ» دغه خبرې د دې سبب شوې، چې نوموړی یوه اوونۍ زنداني شي.

د اردغان بیازنداني کېدل

په ۱۹۹۸ زکال اردوغان د یوه اسلامي شعر ویلو له کبله په لس میاشتني بند محکوم شو. د شعر پښتو ژباړه «مسجدونه زموږ قرارګاوې، پګړۍ زموږ سپرونه، منارې زموږ نیزې او مومنان زموږ سرتېري دي »، خو په زندان کې یې یوازې څلور میاشتې تېرې کړې.

په ۲۰۰۰زکال کې اردوغان د اسټرالیا له یوې راډیو سره په مرکه کې عبدالله اوجالان ته د « ښاغلي» لفظ وکاراوه او هغه عسکر یې وستایل چې د «پي، کی، کی» په جګړه کې وژل شوي وو او نوموړو ته یې د «سرتېري» خطاب وکړ، چې له امله یې ۲۰۰ ریاله جریمه شو.

لومړی وزیر اردوغان

په ۲۰۰۲ زکال کې د «ملي حقپالنې ګوند» په پارلمان کې چې د دې ګوند اکثریت څوکۍ یې په لاس کې لرلې داسې قانون تصویب کړ، چې د «ملي حقپالنې ګوند» باندې لګیدلي بندیزونه یې لرې کړل او اردوغان د ترکیې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

کله چې اردوغان د ترکیې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، نوموړي خپل سیاست ته بشپړ بدلون ورکړ او د دیني عالمانو محبوبیت یې ترلاسه کړ. اردوغان په اروپايي اتحادیه او همدارنګه د ناټو په سازمان کې د غړیتوب څخه په شا شو او د مخکېنیو چارواکو غوندې یې ډېر زړه پرې نه تاړه.

امریکا ته په لومړني سفر کې اردوغان ته امریکايي یهودانو جایزه ورکړه او په مسلمانانو کې لومړنی کس اردوغان وو، چې دغه جایزه یې ترلاسه کړه، خو د اسراییلو له لوري پر غزه د برید له امله اردوغان دغه ډالۍ بېرته امریکايي یهودانو ته ورکړه.

د ترکیې چټکه اقتصادي وده

اردوغان وکولی شول، چې په لنډ وخت کې د ترکیې اقتصاد ته پر مختګ ورکړي او په دغه برخه کې یې د نړیوال بانک څخه هم مالي مرستې ترلاسه کړې، چې له امله یې د ترکیې اقتصاد۷،۳٪ سلنه پرمختګ وکړ.

اردوغان وویل، له دې سره مخالف دی، چې ټولنه دې نه کنټرولېږي او د ټولنې کنټرولول یې له لومړیتوبونو څخه دي، ځکه موږ په راتلونکي کې یوې فعاله ټولنې ته اړتیا لرو.

اردوغان د ښاروالۍ په وخت کې په الکولي مشروباتو بندیز ولګاوه او د استانبول په ښار کې یې شراب بندکړل.

کله چې اردوغان لومړی وزیر او ولسمشر شو، نو د الکولي مشروباتو د بندېدو پر ځای یې پرې مالیه زیاته کړه، چې د خلکو ورته وسه ونه رسېږي.

ولسمشر اردوغان

په تېر ۲۰۱۴ کال کې اردوغان د لومړي ځل لپاره په دې بریالی شو، چې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي او د ټولټاکنو له لارې د ترکیې ولسمشر شي. په ترکیه کې مخکې ولسمشر سېبمولیک رول درلود، خو د ده د ولسمشر کېدو سره یې صلاحیتونه هم زیات شول.

د اردوغان نادرې خبرې

د ښځو حقوق

د ۲۰۱۴ زکال د نومبر په ۲۴مه د استانبول په ښار کې اردوغان په یوې نړیوالې غونډه کې وویل، چې د ښځې او سړي برابروالی د طبیعت پر خلاف دی، ځکه طبیعت د دوی ترمنځ فرق کړی دی. اردوغان ویلي و «ځینې وايي، چې ښځې او سړي سره برابر دي، ولې ښځې د ښځو ترمنځ برابرې دي او سړي د سړیو ترمنځ برابر دي او دغه صفت یې صحیح دی.»

هغه ویلي وو، د ښځو او سړیو د برابر والي لپاره باید د یوې معادلې کلمې څخه ګټه پورته شي. د اردوغان په خبره «مور والی د ښځې لپاره تر ټولو لوړ او غوره مقام دی او تاسې نه‌شئ کولی، چې دغه برابروالی توضیح کړئ، ځکه تاسې موروالی نه قبلوئ. د اردوغان دغه خبرو د ښځو د حقونو فعالانو سخت غبرګون راوپاروه.

د امریکا د لویې وچې کشفول

د ۲۰۱۴ زکال د نومبر پر ۱۵مه اردوغان وویل، د امریکا لویه وچه مسلمانانو کشف کړې ده او په ۱۱۸۷زکال د مسلمانانو بېړۍ د لومړي ځل لپاره امریکا ته ورسېدې، چې کریستف کولمب هم د کوبا په ساحلونو کې د یو مسجد یادونه کړې ده. د اردوغان دغه خبرو د ترکیې دننه او بهرنیو خلکو د نوموړي «رواني ناروغي» یاده کړه.

لویدیځ هېوادونه

اردوغان د ۲۰۱۴ زکال د نومبر پر ۲۷مه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه کې وویل «لویدیځ هېوادونه یوازې د مسلمانانو د پیسو او شتمنۍ په هڅه کې دي. باور وکړئ هغوی موږ سره کومه علاقه نه لري. لویديځ موږ ته ځان خپل دوستان ښيي، خو د هغوی هیله زموږ مرګ دی. هغوی غواړي زموږ بچیان ووژني او هغوی زموږ د تېلو، سرو زرو، الماسو غله دي او غواړي موږ هغوی ته په ټيټه بیه کار وکړو.»

ډاډفوس کنفرانس ۲۰۰۹

عرب مشران یې باید له اردوغان څخه زده کړي!

د ۲۰۰۹ ز دجنورۍ پر ۲۹ مه نېټه د ترکیې لومړي وزیر رجب طيب اردوغان له کنفرانسه په غوسه ووت، ځکه د کنفرانس سمبالونکو ورته مناسب وخت ورنه کړ، چې د شمعون پيرس پر خبرو تبصره وکړي. د اسراییلو ولسمشر پر غزې له برید څخه دفاع کوله او په لوړ اواز یې خبرې کولې او خپله ګوته به یې رجب طيب اردوغان ته خوځوله اردوغان به څه کوي که چېرې هره شپه پر استانبول توغندي وتوغول شي .

اردوغان ورته وویل: «ته له ما مشر یې، خو دا تاسې ته نه ښايي، چې په دغه لهجه او لوړ اواز خبرې وکړې له دې څخه دا ثابتېږي، چې ته ګناه‌ګار یې، داسرايیلو لښکر په غزة کې ماشومان وژني، ستاسې وزیرانو او رییسانو ماته ويلي، که دوی چېرې د ټانکو پر شا غزې ته ننوځي نو د ډېرې نیکمرغۍ احساس به وکړي». دغه مهال د کنفرانس سمبالونکې ورته وخت نه ورکاوه، نو د احتجاج په توګه له غونډې ووت. د حماس مشرانو یوازې دومره وویل: عرب مشران یې باید له ده څخه زده کړي!

سرچینې : بېلابېل فارسي وېب سایټونه

لوی ټکي: مهم
مخکینې مطلب

طالبان: ناټو پر جګړه او اشغال ټینګار کوي سوله باید له جګړه مارانو وغوښتل شي

بل مطلب

سعودۍ مېرمنو پر اكسلیټر پښې ټینګې کړې

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com