د ترکمنستان د دفاع وزیر هرات ته رسیدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۴ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د تر کمنستان د دفاع وزیر د یوهیئت په مشرۍ د هیواد لویدیځ هرات ولایت ته رسیدلی دی.
دفاع وزیر د هرات له والي او ځایي چارواکو سره لیدنې کتنې کړې او همداراز یې د مرکزي حکومت له یوه لوړپوړي پلاوي سره هم لیدلي دي.
افغان چارواکو د ترکمنستان هیواد دمرستو په ځانګړي ډول د ټافي له پروژې څخه مننه کړې او له هغه هیواد یې غوښتي چې هرڅومره ژر باید ددې پروژې پرانیسته ترسره کړي.
د ترکمنستان د دفاع وزیر داسې مهال هرات ته سفر کوي چې تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین جنرال مراد علي مراد هم یاد ولایت ته تللی دی.
مراد له ترکمن وزیر سره د ټافي پروژې د امنیت ساتنې د ژمنې سربیره دپروژې د پیل په هکله هم خبرې کړې دي.
ټاکل سوې ده په راتلونکو ۲ میاشتو کې به د ټاپي پروژې کار رسماً پیل شي.
د دې پروژې د پیل مراسم به په هرات ولایت کې ترسره کیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button