څوک چې په خپل کور کې په آرام چای څښي د غریبانو او فاقه وهونکو تکلیف نه شي محسوسولی

محب الله خالد
(حکایت)
سلطان معظم یوه شپه د ژمي په موسم کې د یوه پیره دار په څنګ کې تیریدو، پیره دار د واوري او باران له کبله لړزیدو، داسي لکه سهیل ستوری چې د طلوع په مهال لړزیږي ـ
سلطان چې ولید رحم یې پرې راغی او ورته یې وویل: زه اوس ځم او زما پوستین درته رالیږم، هغه په تن کړه خو لږ شیبه یو لور ته ودریږه، انتظار وکړه، زما غلام به پوستین درته راوړي ـ
سلطان او پیره دار په دې خبرو بوخت و چې نا څاپه د سختي سیلۍ څپه راغله، سلطان د څپې له راتلو سره سم په تیښته خپل استوګنځي ته ولاړ ـ
سلطان یو ښایسته وینزه درلود، د بادشاه ورسره ډیره مینه وه، محل ته د بادشاه له رارسیدو سره سم بادشاه د خپلې وینزې په مینه اونظاره کې داسي ډوب شو چٌې د غریب پیره دار خیال یې له ذهنه ووت، بدبخت پیره دار یوازي د پوستین خبره واوریدله لیکن د پوستین په تن کول یې نصیب نشول، د قدرت کار دی چې د یخنۍ له تکلیف سره سره یې اوس د انتظار زحمت هم ور په برخه کړـ
بادشاه چې د غفلت په خوب ویده شو، سهار مهال نغاره وهونکي هغه ته یو غوره لطیفه وویله:
محبوب چې دي په څنګ کې وي او دهغه سره غاړه په غاړه یې بدبخت پیره دار به څه درپه یاد شي، ستا شپې چې په عیش او عشرت کې تیریږي، څه به خبر شې چې په موږ شپه څومره اوږده شي.
د قافلې د مشر چې سر په دیګ او کاسه کې وي (په مزو او چړچو بوخت وي) د هغه مسافرو چې په صحراؤ او دښتو کې د یوازي والي سره سره نادرکه وي د هغوی حال به څه ورته معلوم شي ـ
اې کښتۍ چلونکې! کښتۍ ودروه، څه خلګ دي چې په اوبو کې غرقېږي د انساني تقاضا په بنسټ له هغوی سره مرسته وکړه او په کښتۍ کې یې درسره وخېژوه ـ
اې چټک او تیز تلونکو ځوانانو! لږ په آرام ځئ، د قافلې د سپین روبو او کمزورو خیال وساتئ ـ
تاته د غرو، رغو، ځنګلو او ریګستانو څه علم دی، ځکه ته آرام په کجاوه کې ویده یې، او غریب اوښ چلونکی (ساروان)مهار نیولی او ځنګلونه او غرونه طی کوي ـ
د سفر د تکلیف حال یا خو ساروان ته څرګندیږي او یوازي تلونکو مسافرو ته، هغه سړی چې د فیل په څېر اوښ باندې سپور وي، د هغه کسانو تکلیف او مصیبت به څه ورته څرګند شي چې په پښو روان وي ـ
څوک چې په خپل کور کې په آرام چای څښي د غریبانو او فاقه وهونکو تکلیف نه شي محسوسولی.



