کشمير: د هندي ځواکونو په ډزو درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۵) د پاکستان او هندوستان تر منځ په لانجنه پوله کشمېر کې د هندوستاني ځواکونو په ډزو درې پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، هندي ځواکونو د کشمير په روخ چکري سيمه کې په پاکستاني ځواکونو بريد کړی، په ترڅ کې يې درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي دی.

خبرپاڼه زياتوي، د پاکستان پوځ هم ځوابي ډزې کړي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ د هند پوځ په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه، چې د کشمير په راجوري سيمه کې پاکستاني پوځيان په هندي عسکرو بريد وکړ، چې په پايله کې يې څلور سرتيري ووژل شول.

وخت ناوخت د پاکستان او هند تر منځ په لانجمنه پرته د کشمير سيمې په سرحدي پوله د دواړو لوريو تر منځ نښتې کېږي او يو بل ته د زيان اړولو ادعاګانې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button