د افغانستان جلغوزي د پاکستان په نوم چين ته صادرېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۶) افغان چارواکي وايي، د افغانستان لويه برخه جلغوزي په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي او له هغې ځايه چين ته صادرېږي.
د ماليې وزير اکليل حکيمي د مشرانو جرګې په غونډه کې وويل: پاکستان چين ته د افغاني جلغوزيو له درکه هر کال ۱،۲ ميليارده ډالره ترلاسه کوي.
د هغه په وينا، که پاکستان ته د افغانستان د جلغوزيو د قاچاق مخنيوی وشي، نو افغانستان کولی شي هر کال چين ته د صادراتو له درکه ۶۵۰ ميليونه ډالره عوايد ترلاسه کړي.
په غونډه کې د مشرانو جرګې غړي جمعه الدين ګيانوال هم وويل، چې د پکتيا، خوست، پکتيکا، نورستان، لغمان او ننګرهار جلغوزي په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي، هلته په ټيټه بيه پلورل کېږي او له هغې لارې د پاکستان په نوم چين ته صادرېږي.
خو د ماليې وزير اکليل حکيمي وايي، درې اوونۍ مخکې يې د سوداګرۍ، کورنيو چارو وزارتونو او د خوست والي سره په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وکړه، څو په دغو ولايتونو او په مرکز کابل کې د جلغوزيو د پروسس لپاره زمينه برابره کړي.
زياته يې کړه، په نږدې راتلونکې کې به د خوست او چين تر منځ مخامخ الوتنې هم پيل شي په وينا يې چې د هوايي چلند ادارې ته مسووليت سپارل شوی، چې د هندوستان په څېر له چين سره هم د هوايي دهليز پرانيسته وکړي.
د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډيری عايداتي سرچينې او معدنې شته، که په سم ډول مديريت شي، نو له دې لارې افغانستان ميليونونه ډالره عوايد ترلاسه کولای شي، خو ځينې چارواکي، زورواکي او مافيايي کړۍ د افغانستان له طبيعي زېرمو، او عايداتي سرچينو ګټه پورته کوي او په قاچاقي ډول يې نورو هېوادونو ته انتقالېږي.



